چین؛ افغانستان کې د امریکا د جنګي جنایتونو پر پلټلو ټینګار کوي

خبریال وېب پاڼه: د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین وایي نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د امریکا جنګي جنایتونه وپلټي.

نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې د پنټاګون پر هغه پرېکړه غبرګون ښودلی، چې له مخې یې په کابل کې د یوولسو ملکي وګړو په وژلو کې پړه امریکايي سرتېري نه مجازات کېږي.

د وانګ په خبره امریکا اوږده کلونه د بشري حقونو د خوندیتوب او ولسواکۍ په بهانه په افغانستان کې جګړه وکړه او په دې لړ کې یې زرګونه ملکي او بېګناه وګړي ووژل.

هغه وايي ټول نړیوال په دې باور دي چې با صلاحیته ادارې دې د امریکا د جنګي جنایتونو پلټنه وکړي او په دې برخه کې پړه کسان باید خپله سزا وویني.

د سرچینې په خبره امریکا ځان د بشري حقونو مدافع بولي، خو په افغانستان کې لسګونه داسې موارد شته، چې د امریکايانو له لوري د بشري حقونو ښکاره نقض ثابتوي.

چین داسې مهال دا غبرګون ښيي، چې تېره ورځ د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د دفاع وزیر هغه غوښتنه منلې، چې له مخې به یې په کابل کې د تخلیې ماموریت پر مهال د هوايي برید ترسره کوونکو ته جزا نه ورکول کېږي.

سرچینې ویلي وو، چې یاد وګړي په دې برید کې هېڅ پړه نه دي او ټول معلومات دا دي، چې هلته د داعش ډلې موټربم دی، خو وروسته ثابته شوه، چې هلته ملکي وګړي وژل شوي دي.

امریکا د اګسټ په ۲۹مه په کابل کې هوايي ډګر ته څېرمه هوایي برید وکړ، چې په هغه کې یوولس ملکي وګړي شهیدان شول.

له دې ډلې اووه کسه یې ماشومان وو.

دغه برید په نړیواله کچه غبرګونونه وپارول او هغه یې د بشري حقونو نقض وباله.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro