The news is by your side.

رونالډو د فوټبال په ډګر کې ۱۰۰۰ لوبې پوره کړې

خبریال ډاټ کام/ کرېسټیانو رونالدو د فوټبال په ډګر کې تر ټولو مخکښ او هوښیار لوبغاړی پيژندل کیږي.

۳۵ کلن کرېسټیانو رونالدو وایي، دا مې د ژمنتیا، سخت کار او وړتیا نښه ده.

کرېسټیانو رونالدو له ۲۰۰۲ م کال راهیسې د فوټبال په ډکر کې لوبې ترسره کوي، چې تر دې دمه یې د لوبو شاوخوا ۱۸ کاله تیریږي.

هغه د نړۍ په بیلابیلو غوره لوبډلو کې ۱۰۰۰ بهترینې لوبې ترسره کړي دي.

د کریسټیانو رونالډو ترسره کړې ۱۰۰۰ لوبې ټولې په ملي کچه دي او له هغو ټیمونو سره لوبیدلی کوم، چې د نړۍ غوره لوبډلې دي.

رونالډو کلونه وړاندې، د مانچسټر یونایټډ ، ریال ماډریډ او جوینټس کلبونو لپاره په ټوله کې ۸۳۵ لوبې ترسره کړي ، چې نوموړي په کې په ټولیز ډول  ۶۲۵ ګولونه وهلي دي.

هغه د پرتګال لپاره په ۱۶۴ لوبو کې په نړیواله کچه ۹۹ بهترینې جایزې هم ترلاسه کړي دي.

نوموړي دغه راز د هیواد دکلب لپاره ۲۹ ټرافیانې یا سیریزونه هم ګټلي دي او د هيواد په کچه تر ټوله غوره ثابت شوی دی.

له انګلیس ټیم کریس سره رونالډو ۲۹۲ لوبې ترسره کړي، چې په ټوله کې یې د خپلې لوبډلې په ګته ۱۱۸ ګولونه وهلي دي او همدا لامل شو، چې هغه د ریال مادرید تر لوبډلې ورسیده.

کریستیانو رونالډو په کهکشان لوبډله هم ۴۳۸ بریالۍ لوبې ترسره کړي او ۴۵۰ ګولونه یې وهلي دي، چې د ټول فصل بریالی لوبغاړی هم پيژندل شوی وو.

هغه په وړم ۲۰۱۸ کال کې یوونتوس لوبډلې ته لاړ او له دې لوبډلې سره یې دوه فصله لوبې وکړې، چې په ټوله کې ۷۲ لوبې یې ترسره کړې او پرمهال یې ۵۲ ګولونه ووهل.

رونالډو په ټولیز ډول ۱۰۰۰ لوبې ترسره کړي او په ټوله کې د نړۍ بهترین لوبغاړی پيژندل شوی دی او د نړۍ په کچه مینه وال هم لري.

کریسټيانو رونالډو په نړیواله سطحه د بهترینو لوبو په ترسره کولو د سرو زرو توپونه هم ګټلي دي، چې دا جایزه ډیرو کمو لوبغاړو ترلاسه کړې ده.

رونالډو په نړیواله کچه مینه وال لري او د لوبې تر شروع کیدو وړاندې یې مینه د ده لوبې ته انتظار وي او په خورا مینه یې ګوري.

له ده سره سیال بل لوبغاړی بیا لیونل میسي دی ، چې هغه هم په نړیواله سطحه مینه وال لري او جایزې یې ترلاسه کړي دي.

په اوسني وخت کې د نړۍ په کچه د فوټبال په ډګر کې  رونالډو او لیونل میسې هغه لوبغاړي دي، چې مینه وال یې ډیر دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.