The news is by your side.

کونړکې د ۴،۷ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژي پلي شوي

خبریال ډاټ کام/ د کونړ چارواکي وایي، چې روان کال په دې ولایت کې د ۴،۷ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژي پلي شوي دي.

د کونړ والي عبدالستاز میرزکوال ولس ته دحساب ورکونې په غونډه کې د امنیت خوندیتوب، سیمه ييزې حکومتولۍ پراختیا، اوبو مدیریت، بشري مرستو رسولو، اقتصادي فرصتونو او متوازن پرمختګ په برخه کې د پام وړ پرمختګونو یادونه وکړه.

هغه وویل، په ۱۳۹۸ کال ۴۰۲ پرمختیایي پروژې پیل شوي، چې ۱۰۲ یې بشپړې او د پاتې نورو کار دوام لري.

میرزکوال زیاته کړه امنیت خونديتوب او ولسونو همکارۍ راجلبول هغه څه دي، چې په دې ولایت کې یې د ښو خدماتو پراختیا او بنسټيزو پرژو پلي کېدو ته یې زمینه برابره کړې ده.

هغه دغه راز په کونړ کې د مناګي برېښنا بند د چارو بشپړوالي د خبر ورکولو سربېره د اسعد اباد برېښنا کوټ د وړتیا لوړونې خبره هم وکړه، چې ډیر ژر به یې چارې پيل شي.

والي میرزکوال وایي د بشري مرستو رسولو او همغږي کولو په برخه کې یې سږکال  ۵۰۰۰ بې ځایه شویو، د طبعي او غیرې طبعي پېښو زیانمنو کورنیو سره مرستې ترسره کړې دي.

والي وایي، دا مرستې یې د کډوالو او د پېښو پر وړاندې مبارزې ریاستونو په چوکاټ کې د دولتي ادارو او مرستندویه موسسوترسره کړي، چې په کې (۹۰) میلیونه نقدي او (۱۰۱۷) میټریک ټنه خوراکي توکو شامل دي.

والي دغه راز د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسونو له همکارۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې د دوی مرسته ورسره ډیره اړینه ده.

د پروګرام په ترڅ کې د حکومتولې، کرنې، روغتیا اوتغذي ، ښوونې ،رسنۍ ،کلتور او سپورت، کلیوپراختیا، زیربنا او طبعي منابعو او خصوصي سکتورونو، ټولنیز خوندیتوب سکتو او اسعد اباد ښاروالۍ مسوولینو خپل کلني راپورونه وړاندې کړل .

کونړ کې چارواکي داسې مهال خپل کلنی راپور وړاندې کوی، چې په یاد ولایت کې اوس هم ډیری بې ځایه شوي شکایت لري او وایي حکومت ورسره مرسته نه ده کړې.

دوی وایي په ځلونو ورسره ژمنې شوي دي خو عملي شوې نه دي.

کونړ په ختیځ کې پروت غرییز ولایت دی، چې ډيرکله په کې د لرګیو د قاچاق راپورونه هم خپریږي.

د کونړ مدني فعالان هم پر چارواکو نیوکه لري او وایي څنګه چې لازمه ده دوی کار نه دی کړی او تل یې خلک په یو او بله پلمه غولولي دي.

کونړمیشتې اوس هم ګیله من دي او وایي کلونه کیږي له ډیورنډ کرغیړنې کرښې هاخوا پر دوی توغندي راځي او له دوی یې سیمې پریښودې خو حکومت ورسره په دې برخه کې څه نه دي کړي.

بل لورته ولایتي اداره بیا په خپل کلني راپور کې دې برخې ته هیڅ اشاره نه ده کړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.