The news is by your side.

ایران په زوره ۴۰۰ افغانې کورنۍ له خپل هېواده ویستي

خبریال ډاټ کام/ په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ستونزو او ګواښونو خبره نوې نه ده کلونه کیږي دوی ترې ځوریږي.

تازه ایران د تېرې یوې میاشتې راهیسې څه باندې ۴۰۰ افغانې کورنۍ  له خپل هیواده ویستي او شړلي یې دي.

چارواکي وايي دا کورنۍ فراه ولایت ته راستانه شوي دي او له ډیرو سختو حالاتو سره مخې دي.

د دې کورنۍ غړي وایي له ایرانه په زوره ویستل شوي او وهل شوي دي او په خبره يې اوسمهال دلته په سختو حالاتو کې په دې ژمي کې شپې او ورځې تیروي.

دوی وایي، کلونه یې په ایران کې تیره کړل خو بیاهم ایران له دوی سره دا عمل ترسره کړ.

په دې ویستل شویو کورنیو کې داسې کسان هم شته ، چې وایي اوسمهال د کورنۍ لپاره دخورواک هيڅ ورسره نشته او حیران دی څه وکړي.

په ورته مهال د فراه ولایت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست چارواکي هم مني، چې له ایران نه دې ولایت ته په زیات شمیر کډوال راغلي دي.

د یاد ولایت دکډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو رئيس رحم الدین ریګیوال وایي، له ایران نه فراه ولایت ته ۴۲۳ افغانې کورنۍ راویستل شوي او د فراه، هرات او نمروز ولایتونو کې میشت دي.

دی وایي، دوی به له راستانه شویو سره په خپل وخت د اړتیا وړ مرسته ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ  او افغان حکومت تل په عزت او په خپله خوښه د افغان کډوالو په بېرته ستنولو ټینګار کړی دی.

خو اوس لیدل کیږي، چې ایران دا خبره نه مني او په زوره افغان کډوال له خپل هیواده وباسي.

له دې وړاندې د ۲۰۲۰ م کال په پيل کې هم په افغانستان کې د بې ځایه شویو په اړه نړیوالو اندیښنې ښودلې وې او ویلي یې وو، چې په افغانستان کې د بې ځایه شویو او اړمنو شمیر په زیاتیدو دی او مرستو ته په کتو ښایي دوی له سختو حالاتو سره مخ شي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون هم ویلي وو، چې تیر ۲۰۱۹ م کال افغانستان کې د بشري وضعیت لپاره تر ټولو بد کال وو او ښايي سږکال هم بشري وضعیت له سختیو سره مخ وي.

اوسمهال په زیات شمیر افغانې کورنۍ په ګاونډ ایران او دغه راز په پاکستان کې میشت دي او کلونه کیږي هلته اوسیږي او وخت ناوخته له دا ډول ستونزو سره مخې وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.