له ترکیې اروپایي هیوادونو ته لسګونه زره کډوال اوښتي

خبریال ډاټ کام/ د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وایي لسګونه زره کډوال له ترکیې اروپايي هېوادونو ته اوښتي دي.

وروسته له هغه، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان له خپل هېواد اروپا ته د کډوالو پر اوښتلو بندیز لرې کړل لسګونه زره کډوال له ترکیې وتلي او اروپایي هېوادونو ته یې ځانونه رسولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې تر دې دمه ۷۶زره کډوال د ترکیې له خاورې وتلي او ځانونه یې اروپايي هېوادونو ته رسولي دي.

بل لورته اروپایي ټولنې بیا ویلي، چې د خپلو پولو د امنیت لپاره به په هر ډول اقداماتو لاس پورې  کړي.

یادې ټولنې ویلي، چې دوی له یونان سره همکارۍ ډېرې کړې،څو د کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.

په ورته مهال بیا یونان وایي، چې په وروستیو ساعتونو کې یې لس زره کډوال په شا تمبولي دي او د دوی پر وړاندې به درېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تیر ۲۰۱۹ م کال کې هم د ترکیې د کډوالۍ ادارې په یوه رپوټ کې ویلي وو، چې نږدې نیم میلیون یا پنځه لکه بې قانونه کډوال یې نیولي دي.

اناتولیه خبري اژانس ویلي وو، چې په نیول شویو کډوالو کې د افغانستان، پاکستان، سوریې، فلسطین، عراق، ایران، ګرجستان، میانمار او مالداویا وګړي شامل دي.

سرچینې ویلي د دې شمېرو له مخې، نیول شویو کې له یو لک ۹۹ زرو ډېر افغان کډوال دي، چې تر ۲۰۱۸ کال یې شمېر دوه برابره شوی دي.

په ترکیه کې له افغانستان ور اخوا د ایران په زیات شمیر کډوال نیول کیږي، چې هڅه کوي اروپایي هیوادونو ته لاړ شي.

د ترکیې د قانون له مخې، څوک چې دغه هېواد ته بې قانونه ځي، تر نیول کېدو وروسته د کډوالو ستنونې لنډمهالو پنډغالوکې ساتل کېږي او بیا وروسته الوتکه کې خپل هېواد ته استول کېږي.

ترکیه کې د کډوالو چارو مسولینو ویلي، په تیر ۲۰۱۹ کال کې د نیول شویو بې قانونه کډوالو شمېر د پنځه کاله مخکې یا د ۲۰۱۴ کال پرتله نږدې اته وارې  ډیر شوی وو.

وروستیو کلونو په تېره له ۲۰۱۴ کال وروسته د امینتي وضعیت خرابېدو پسې ډېر افغانان بیا کډوالۍ ته هڅیدلي دي.

افغانستان کې بیکاري او نا امنۍ بیا د ناقانونه مهاجرت ستر لامل بلل کیږي، چې ډیری ځوانان دې ته اړ کیږي، چې په غیر قانوني ډول له هیواده بهر اروپایي هیوادونو ته لاړ شي.

د غیر قانوني کسانو تلل ډیری یې په لارو کې له لوږې او ستونزو ژوند له لاسه ورکوي او ډيری یې بیا په بحرونو کې د نهنګانو خوراک کیږي، چې دې چارې آن نړیوال هم اندیښمن کړي وو.

تراوسه د دې ستونزې د حل لپاره هیڅ دولت داسې کومه تګلاره نه ده موندلې چې له مخې به یې د غیر قانوني کډوالو مخه ونیوله شي پرته له دې چې یواځې دوی له جبر نه کار واخلي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More


fethiye bayan escort yalova escort yalova escort bayan van escort van escort bayan uşak escort uşak escort bayan trabzon escort trabzon escort bayan tekirdağ escort tekirdağ escort bayan şırnak escort şırnak escort bayan sinop escort sinop escort bayan siirt escort siirt escort bayan şanlıurfa escort şanlıurfa escort bayan samsun escort samsun escort bayan sakarya escort sakarya escort bayan ordu escort ordu escort bayan niğde escort niğde escort bayan nevşehir escort nevşehir escort bayan muş escort muş escort bayan mersin escort mersin escort bayan mardin escort mardin escort bayan maraş escort maraş escort bayan kocaeli escort kocaeli escort bayan kırşehir escort kırşehir escort bayan www.escortperl.com