The news is by your side.

ارزګان کې طالبانو د سولې د ولسي حرکت یو غړی نیولی

خبریال ډاټ کام/ د سولې ولسي حرکت مسئولین وایي، طالبانو د دوی یو غړی د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې له ځان سره بیولی دی.

د دې حرکت مطبوعاتي مسؤل بسم ‌الله وطندوست نن په یوه وېډیویي پیغام کې ویلي، چې د دوی بیول شوی غړی نظرجان نومېږي.

وطندوست وايي نظرجان او ملګري یې د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته ورغلي وو او په خبره یې، چې هلته ‌یې د سولې اړوند هوکړې په اړه غونډه رابللې وه.

وطندوست اشاره د امریکا او طالبانو ترمنځ سولې ته د رسېدو هوکړې ته ده،چې د شنبې په ورځ قطر کې لاسلیک شوه.

طالبانو تر اوسه د سولې ولسي حرکت د دې ادعا په اړه څه نه‌ دي ویلي.

له دې وړاندې هم د دغه حرکت غړي څو ځایه طالبانو بیولي، خو وروسته ‌یې بیا خوشې کړي دي.

خو بل لورته د سولې د ولسي حرکت د ځوانانو د مرکزي شورا مشر حاجي محمد نيکزاد وایي، چې د دوی د حرکت ځاي مسول نظرمحمد نظري هغه مهال وسله والو طالبانو له ځان سره برمته کړي کله، چې نوموړی د وسله والو طالبانو هغې غونډې ته پر لار وه کوم، چې د سولې د هوکړې د خوشحالي په موخه وسله والو طالبانو جوړه کړي وه.

هغه زیاته کړه، چې وسله وال طالبان په دې کار سره د خپل امير د هغه امر څخه سرغړونه کړې، کوم چې څو ورځې وړاندې یې په قطر کې له امریکا سره د هوکړې د لاسلیک سره همهاله عمومي بښنه اعلان کړه.

دی دغه راز له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي، چې د دوی نيول شوی غړی خوشې کړي.

د سولې ولسي حرکت غړي وایي تراوسه معلومه نه ده، چې وسله والو طالبانو د څه لپاره د دوی ياد غړی نيولی دي.

دا په داسې حال کې ده ، چې تيره ورځ په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې د وسله والو طالبانو تر واک لاندي سيمو کې د سولې د هوکړي د ملاتړ په موخه غونډې ترسره شوې، چې په دې غونډو کې د ترینکوټ ښار نه هم په زیات شمیر کسانو ګډون کړی وو.

د سولې ولسي حرکت کلونه کیږي د سولې د راتګ لپاره هلې ځلې کوي او آن پلي مزلونه یې هم وکړل او د جګړې له ښکیلو خواوو یې د سولې میز ته د راتګ غوښتنې وکړې.

د یاد حرکت ویاند وطندوست وایي، دوی به ترهغې خپلو هڅو ته دوام ورکوی څو چې د سولې دایمي غږ په ټول هیواد کې خپور شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.