The news is by your side.

پپجي ګیم او لیونتوب

خبریال ډاټ کام/ هغوي ، چې په دفترونو ، کورونو ، لارو کوڅو او د ژوند په زیاتو حالاتو کې یې ځان په پپجي ګیم کې مصروف کړی وي ، دوي به د وخت په تیریدو سره په رواني ناروغۍ اخته شي.

د دې ګیم معتادین ورځ تر بلې په زیاتیدو دي او یو لامل یې هم وزګارتیا ده ، دلته اکثره وګړي وزګار دي یا هم په دفترونو کې دوي خپلو کارونو ته ډير پام نه کوي او ټوله ورځ په دغه ګیم کې مصروف وي ، چې دا د دوي په روان ډير بد اغیز لرلای شي.

ډیری ملګري ترنیموشپو یا هم ان تر سهاره په دغه ګیم کې اخته وي ، لمونځ ورنه پاتي وي ، د خپلې کورنۍ او ماشومانو سره خبرو ته وخت نلري ، د مبایل سکرین د دوي سترګې خرابولی شي ، خوب یې نه وي او ذهن یې تل مصروف وي ، چې بیا په خوب کې هم خبرې کوي ، نو همدا رواني حالت دی.

زه حیران دې ته یم ، چې ولې دا خلک خپل صحت ته پاملرنه نه کوي او خپل ځان خپله د تباهۍ کندې ته ورغورځوي !

موږ باید د ساعت تیرۍ لپاره وخت وټاکو او له وخت زیات ساعت تیري هم زموږ په فکر ، صحت او ټولنیز ژوند بد اغیز کولای شي .

مخکې له دې نه ، چې موږ ځان ته زیان ورسوو باید ځان په داسې برخو کې مصروف نه کړو ، چې له کبله یې بیا وروسته دردیږو یا هم رنځیږو او که دا کړنه همداسې دوام ولري ، نو د لیونتوب تر حده مو رسوي !.

اوس هم لا وخت شته ، خپل اولادونه ، ورونه او لاس لاندې کسان مو له دغه تدریجي خطره وژغورئ!.

د دې ګیمونو سربیره ډیری ځوانان دې ته ورته داسې نورې لوبې هم شته ، چې وخت پرې بې ځایه تیروي.

هغه چې وایي وخت لکه سره زر دی دلته په ډیرو کمو ټکو مراعتیږي ځکه دلته د هر نوي شي رامنځته کیدل د ګڼو ځوانانو عمرونه بې ځایه خوري او ډیری خو بیا دومره پرې مصروفه شي چې د دین ستنه او الهي حکم لمونځ هم ورته پریږدي.

ژوند یواځې لوبې نه دي مسولیت هم اړین دی، چې یو څوک یې باید ومني او راتلونکي ته کار وکړي، که سړی دې ته فکر وکړي، چې یواځې څو لحظې خوښې تیرې کړي نو دا تیروتنه ځکه ده ، چې ده په ټوله کې راتلونکي ته زیان ورساوه.

لیکوال: عزیزالله عزیز

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance