The news is by your side.

د طالبانو خواخوږې رسنۍ ولي ‌پي تي ایم ته ګونګۍ دي‌؟

خبریال ډاټ کام/ د پآکستان اکثره رسنۍ نن هم د طالبانو په تړاو په خبرونو باندي ډکي دي‌. دوی دامریکا د ماتې او طالبانو د بري جشن لمانځي .

په اصل کې دا بری دوی خپل بری بوليځکه یې د مشهورو ورځپاڼو مقاله لیکونکو او د تلویزوني بحثونو چلونکو خولې دافغانستان لورته راپرانېستي دي‌.

پاکستانۍ میډیا هڅه کوي چې د پاکستاني ولس سره سره هلته موجود شاوخوا(۶۰) میلیونه پښتانه او میلیونونه افغان کډوال په دې وپوهوي چې په افغانستان کې د طالبانو او امریکا یانو سره شوې هوکړه د طالبانو بری ، د امریکا او افغان حکومت ماتې ده .

پاکستانۍ رسنۍ چې نن سبا تر بل هر وخت ځانونه دافغانستان خواخوږيمعریفیوکوي دا هڅه هم کويچې د د بین الافغانيراتلونکو خبرو لپاره لا له داسيحالت جوړ کړيچې ګټه یې مخامخ یا د پردې تر شا پاکستان ته ورسېږي، او پاکستان یوځل بیا د طالبانو او افغان حکومت پر ناندریو له امریکا او نورينړۍ امتیازات تر لاسه کړي‌.

پاکستان که څه هم هیڅ کله د افغانستانریښتونې دوستي هڅه نه ده کړې ،خو د ځل یې چارواکو په مخامخ توګه دافغان سوليبهیر ته لاس وراچولی او د خپلو یوشمېر لاس پوڅو طالب مشرانو په مټ هڅه کويچې له دې پیچليحالت نه یوځل بیا ګټه پورته کړي .

که څه هم د طالبانو ریښې په پاکستان کې دي، خو داسي ښکاري چې ټول طالب مشران د پآکستان هره خبره نه مني‌.

خبریالان وايي چې طالب مشران خپليمجبورۍ لري ، ځیني یې په پاکستان کې کورنۍ او ځینيیې جایدادونه لري .

ځینو ته پاکستان امتیازات ورکړياو ځینينور بیا پآکستان ته بلک میل دی . خو ددې ټولو سره سره ځیني طالب مشران یوازيپآکستان ته د هوکړيسر ښوروي ،او ځینينور بیا د پآکستان مخالفت کوي‌.

دم ګړی د پاکستان د خواخوږو طالب مشرانو له جملې ځیني پر مهمو څوکیو ګمارل شويچې پخپله د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر خبره هم نه منياو له قطر نه نه وزي‌.

پر دغو کسانو تور دی چې پاکستاني استخباراتيادارې آی ایس آی په قطر کې د پاکستان د ګټو د ساتلو لپآره ساتليدي‌.

پاکستان د خپلو خواخوږو طالب مشرانو په مټ په افغانستان کې بلي جګړې ته لار هواره وي او هڅه کويچې ددې جګړې په پآیله کې دافغانستان امنیتيادارې نسکوريشياو هغه لاسته راوړنې چې افغان حکومت یې لريله منځه لاړي شي .

پاکستان هڅه کويچې دافغانستان خواخوږی اواز خاموش کړي، که هغه د رسنیو په ډګر کې وياو که د ګوندونو . سیاسياحزابو یا شخصیتونو په شکل .

پاکستاني استخباراتيادارو او پوځ تر خپلي ولکې لاندي رسنیو بانديغږ کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو خبر ، یوه موضوع او یوه ویډیو به نه خپروي ، ځکه د پښتون ژغورنې غورځنګ ګټه په لویه کې لر اوبر افغان ته رسېږي .

پاکستانيچارواکو په تازه اقدام کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د رسنیو پالیسي غځولې خو پاکستانیو رسنیو ته یې ویليچې د پښتون ژغورنې د غورځنګ (پي ټي ایم) په تړاو څه مه خپروئ خو د طالبانو موضوعاتو ته زیات کوریج ورکړئ چې افغان حکومت تر فشار لاندي راولي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.