د طالبانو خواخوږې رسنۍ ولي پي تي ایم ته ګونګۍ دي؟
خبریال ډاټ کام/ د پآکستان اکثره رسنۍ نن هم د طالبانو په تړاو په خبرونو باندي ډکي دي. دوی دامریکا د ماتې او طالبانو د بري جشن لمانځي .
په اصل کې دا بری دوی خپل بری بوليځکه یې د مشهورو ورځپاڼو مقاله لیکونکو او د تلویزوني بحثونو چلونکو خولې دافغانستان لورته راپرانېستي دي.
پاکستانۍ میډیا هڅه کوي چې د پاکستاني ولس سره سره هلته موجود شاوخوا(۶۰) میلیونه پښتانه او میلیونونه افغان کډوال په دې وپوهوي چې په افغانستان کې د طالبانو او امریکا یانو سره شوې هوکړه د طالبانو بری ، د امریکا او افغان حکومت ماتې ده .
پاکستانۍ رسنۍ چې نن سبا تر بل هر وخت ځانونه دافغانستان خواخوږي معریفیوکوي دا هڅه هم کوي چې د د بین الافغاني راتلونکو خبرو لپاره لا له داسيحالت جوړ کړي چې ګټه یې مخامخ یا د پردې تر شا پاکستان ته ورسېږي، او پاکستان یوځل بیا د طالبانو او افغان حکومت پر ناندریو له امریکا او نورينړۍ امتیازات تر لاسه کړي.
پاکستان که څه هم هیڅ کله د افغانستانریښتونې دوستي هڅه نه ده کړې ،خو د ځل یې چارواکو په مخامخ توګه دافغان سولي بهیر ته لاس وراچولی او د خپلو یوشمېر لاس پوڅو طالب مشرانو په مټ هڅه کوي چې له دې پیچلي حالت نه یوځل بیا ګټه پورته کړي .
که څه هم د طالبانو ریښې په پاکستان کې دي، خو داسي ښکاري چې ټول طالب مشران د پآکستان هره خبره نه مني.
خبریالان وايي چې طالب مشران خپلي مجبورۍ لري ، ځیني یې په پاکستان کې کورنۍ او ځیني یې جایدادونه لري .
ځینو ته پاکستان امتیازات ورکړياو ځیني نور بیا پآکستان ته بلک میل دی . خو ددې ټولو سره سره ځیني طالب مشران یوازي پآکستان ته د هوکړي سر ښوروي ،او ځیني نور بیا د پآکستان مخالفت کوي.
دم ګړی د پاکستان د خواخوږو طالب مشرانو له جملې ځیني پر مهمو څوکیو ګمارل شوي چې پخپله د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر خبره هم نه مني او له قطر نه نه وزي.
پر دغو کسانو تور دی چې پاکستاني استخباراتيادارې آی ایس آی په قطر کې د پاکستان د ګټو د ساتلو لپآره ساتلي دي.
پاکستان د خپلو خواخوږو طالب مشرانو په مټ په افغانستان کې بلي جګړې ته لار هواره وي او هڅه کوي چې ددې جګړې په پآیله کې دافغانستان امنیتيادارې نسکوري شي او هغه لاسته راوړنې چې افغان حکومت یې لري له منځه لاړي شي .
پاکستان هڅه کوي چې دافغانستان خواخوږی اواز خاموش کړي، که هغه د رسنیو په ډګر کې وياو که د ګوندونو . سیاسياحزابو یا شخصیتونو په شکل .
پاکستاني استخباراتيادارو او پوځ تر خپلي ولکې لاندي رسنیو بانديغږ کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو خبر ، یوه موضوع او یوه ویډیو به نه خپروي ، ځکه د پښتون ژغورنې غورځنګ ګټه په لویه کې لر اوبر افغان ته رسېږي .
پاکستاني چارواکو په تازه اقدام کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د رسنیو پالیسي غځولې خو پاکستانیو رسنیو ته یې ویليچې د پښتون ژغورنې د غورځنګ (پي ټي ایم) په تړاو څه مه خپروئ خو د طالبانو موضوعاتو ته زیات کوریج ورکړئ چې افغان حکومت تر فشار لاندي راولي .
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.