شنونکي: څوک چې د عمران خان د خبرو ځواب نشي ورکولی، وطن به څه وساتي
خبریال وېب پاڼه: د پاکستان د صدراعظم عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون، چې ویلي یې دي افغانستان کې ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل د دوی کتلور دی ګڼ افغانان سخت په غوصه کړي.
عام خلک د دې خبرې په غبرګون کې دا پوښتنه هم لري، چې ولې تالب چارواکي چې اوس ځان واکداران بولي د دې ځواب نه وایي؟
د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکي وایي، سره له دې، چې دا څرګندونې تېره ورځ یک شنبه شوي، خو بیا هم تالب چارواکي چوپه خوله دي او څه نه وایي.
دوی وایي تالبان که په رېښتیا هم ځانونه افغانان بولي او د پاکستان غلام نه وي، نو د عمران خان خوله دې ور بنده او د وروستیو څرګندونو په ځواب کې دې سر له نن نه د پوهنتونونو او ښوونځیو د پرانیستو پرېکړه وکړي.
جان آغا بهار په خپله فېسبوک پآڼه لیکلي: (( د عمران خان د تېرې ورځې بې باکه، پېغوریزه خبرو ته ښه ځواب دا دی، چې تالبان د افغانستان ټولو ولایتونو کې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او په دې توګه یې پېغور غلط ثابت کړي.))
بل لورته بیا د نظرخاوندان هم له همدې امله پر تالبانو سختې نیوکې لري.
سیاسي شنونکي سیدخالدسادات په خپله فېسبوک پاڼه تالبانو ته د پېغور په ډول لیکلي، څوک چې د عمران خان د خبرو ځواب نشي ورکولی نو ملت او مملکت به څه وساتي.
ګڼو نورو بیا په خپلو پاڼو لیکلي، چې پاکستان لا د نړۍ په نقشه کې نه وو، چې افغانستان کې نجونو تعلیم اوزده کړې کولې.
دا ناندرۍ وروسته له هغې را پورته کېږي، چې د تالبانو له راتګ وروسته شاوخوا ۵ میاشتې کېږي، چې پوهنتونونه او ښوونځي تړلي دي.
عام ولس په ځلونو د دې غوښتنه کړې، چې تالبان دې د سخت دریځۍ پرځای د افغانستان جوړولو ته کار وکړي نه ظلم.
دوی وایي د لوړو زده کړو وزیر دلته د پوهنتونو د خلاصون پرځای پاکستان کې پر مدرسو چکرې وهي، چې دا لوی عیب دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د عمران وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی او ورته یې ویلي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.
خو تر اوسه تالب چارواکو هېڅ غبرګون نه دی ښودلی؟
عام خلک د دوی د غبرګون په تمه دي؟
غبرګون به یې څه وي؟
Comments are closed.