The news is by your side.

عام خلک چارواکو ته: صادرات مه ډېروئ د خوراکي توکو بیې کنټرول کړئ

خبریال وېب پاڼه: د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي وایي، چې د تېر کال په پرتله روان کال هند ته په صادراتو کې ډېروالی راغلی دی.

خان  جان الکوزی وایي، چې تېر کال افغانستان هند ته څلور سووه میلیونه ډالر صادرات لرل، خو روان کال دغه کچه شاوخوا پنځو سوو میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده.

هغه وایي چې افغانستان په دې موده کې هند ته مېوې، وچې مېوې، طبي بوټي، قالینې او ځينې نور توکي صادر کړي دي.

هغه د سوداګرۍ د پراختیا لامل د هند له لوري افغان محصولاتو ته د اسانتیاوو برابرول یادوي.

هند یو له هغو هېوادونو دی، چې له افغانستان سره یې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره پراخې هڅې کړې دي، خو د پاکستان خنډونو او ناندرۍ تل د دغه سوداګرۍ د پراختیا مخنیوی کړی دی.

بل لورته عام خلک بیا پر چارواکو د توکو د لوړو بیو له امله نیوکه لري.

دوی وایي، که څه هم دوی د صادراتو د ډېروالي خبر ورکوي، خو په کور دننه خلک له لوږې مري او ورځ نه بلې ته د خوراکي توکو بیې لوړېږي.

عام خلک وایي، چې اوس هم د خوراکي او سون توکو بیې لوړ او ډېری خلک یې د اخیستو توان نه لري.

عام خلک وایي: « چارواکي که فاسد نه وای؛ دوی ولې د عمده پلورونکو پرځای پرچون فروشانو پسې ګرځي. مهمه ده چې عمده فروشان را ونیول شي او سزا ورکړل شي.»

دا شکایتونه داسې مهال کېږي، چې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ ملیونه وګړي خوړو ته اړتیا لري او له لوږې سره مخ دي.

د سرچینې په خبره دوی په افغانستان کې خپل عملیاتي اقدامات ډېر کړي دي، خو بیا هم که نړیوال مرستندویه بنسټونه پر وخت مرستې او اقدامات ترسره نه کړي نو افغانستان به له بشري ناورین سره مخ شي.

Comments are closed.