The news is by your side.

عمران خان ته د حامد کرزي سخت ځواب؛ زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه مه کوه

خبریال وېب پاڼه: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان څرگندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې هڅه او د افغانستان خلکو ته سپکاوی گڼي.
حامد کرزی وایي دا چې عمران خان وایي، داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستان څخه پاکستان تهدیدوي نو دا د افغانستان خلاف ښکاره تبلیغ دی.
د کرزي په خبره په واقعیت کې د داعش تهدید له اوله له پاکستان څخه افغانستان ته متوجه دی.
نوموړي په یوه اعلامیه کې د پاکستان حکومت ته توصیه کړې چې د افغانستان پر خلاف له تبلیغ او زموږ په کورنیو چارو کې له لاس وهنې په کلکه ډډه وکړي.

هغه زیاته کړې: ( عمران خان باید په بین المللي مجامعو کې د افغانستان په نمایندگۍ خبرې ونکړي او برعکس د یو نېک گاونډي په توگه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره کوښښ وکړي.)
د عمران وروستیو څرګندونو افغان ولس هم سخت په غوصه کړی دی.
د ټولنیزو رسنیو ګڼو افغان کاروونکو د عمران خان وروستۍ څرګندونې د نړیوالو اصولو خلاف افغانانو ته سپکاوی ګڼلی او له تالبانو یې هیله کړې چې د حامد کرزي په څېر دې سخت جواب باید ورکړي.
دوی تالب مشرانو ته په خطاب کې وایي، چې د پاکستان په مدرسو کې له چکرو تېر شئ او د خپل هېواد او ولس ښېرازئ ته کار وکړئ.
د یادونې ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن په دغه هېواد کې د اسلامي همکاریو غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې دوی په افغانستان کې د تعلیم غوښتونکي دي؛ خو دا د دوی په کلتور پورې اړه لري، چې نجونې تعلیم ته نه پریږدي.

د نوموړي په خبره، د نجونو پر مخ ښوونځي تړل افغانستان کې یو فرهنګ دی.

Comments are closed.