The news is by your side.

عمران خان: د تالبانو نظام سقوط کوي

د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته عمراخان ښه په خلاص زړه له تالبانو شکايت وکړ او زياته يې کړه چې د دوی نظام به سقوط کوي.
عمران خان د اسلامي همکاریو سازمان هېوادونو ته په خبرو کې د افغانستان د وضعیت بد بیان کړ او زياته يې کړه چې نړۍ بايد افغانستان ته لاس په کار شي.
هغه همدا راز وويل چې په افغانستان کې مفسد حکومتونه د دې لامل شول چې دا هېواد خپله بودجه ونلري.
د‌ده په وينا کوم حکومت چې د معلم، ډاکټر او نورو معاش ور نه شي کړای نو هغه حکومت به سقوط کوي.
عمران خان پر امريکا ږغ وکړ چې د تالبانو موضوع او د افغانستان خلک بيل بيل سره وساتي.
متقي ته په ګروپي انځور کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې
نن اسلام اباد د افغانستان په اړه د يوې لويي نړیوالې غونډې کوربه توب کوي، که څه هم متقي په دې غونډه کې ګډون کوونکی وو خو په ګروپي انځور کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي تیره ورځ کابل د اسلام اباد په تکل پرېښود او هلته يې تر هرڅه لومړی له مذهبي او سياسي مشر مولانافضل الرحمان سره وليدل مولانا د افغانستان د شل کلنې جګړې اور بلوونکی بلل کيږي او په شخصي ژوند کې د ټولو افغانانو ترې نفرت او بد ترې کيږي.
په ټولنیزو رسنيو کې کاروونکو د متقي او مولانا ليدلو ته غبرګونونه ښودلي او دا يې ښه کار نه دی بللی.
تالبان په دې کوښښ کې دي چې په دې غونډه کې ځان ته مشروعیت پيدا او نړيوال اعتبار ترلاسه کړي دوی د دې کار لپاره همدا غونډه سودمنه وګڼله خو هغه څه چې دوی ترې ترلاسه کول ترلاسه نه شوه.

Comments are closed.

koi finance