The news is by your side.

پاکستان کې چاودنې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

خبریال وېب پاڼه: د پاکستان بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې چاودنې ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د راپورونو له مخې، دا پېښه تېر  ماښام مهال د کوټې په کندهاري بازار سیمه کې په یو موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

سرچینې وایي، چې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

پولیسو ویلي، چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه کله، چې له سیمې څخه د پاکستاني ملېشه ځواکونو موټریز کاروان د تېرېدو په حال کې وو.

تر اوسه پورې د چاودنې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د یادونې ده، چې تېر ورځ سهار مهال هم د پاکستان په تر ټولو ستر سوداګریز ښار کراچۍ کې چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

پاکستاني رسنیو ویلي، وو، چې دا پېښه د ملکي وګړو په منځ کې رامنځته شوې وه، چې په پایله کې یې ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي وو.

د یادو دواړو چاودنو مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو ډېری وخت د ورته پېښو مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخلي.

یاد تحریک شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د پاکستان له حکومت سره اوربند پای ته ورسوه او د پاکستان حکومت ته یې ګواښ وکړ، چې په کرار به یې پرېنږدي.

Comments are closed.