کرکټ: له ۱۹ کالو کم عمره ملي لوبډله اماراتو ته لاړه
خبریال وېب پاڼه: د افغانستان کرکټ بورډ متحده عربي اماراتو ته له ۱۹ کالونو د کم عمره لوبډلې د تګ خبر ورکوي.
کرکټ بورډ په یوه خبرپآڼه کې ویلي، چې تر ۱۹ کالو کم عمره افغان ملي لوبډله په اسیايي جام کې د ګډون لپاره نن له کابل څخه د متحده عربي امارتو پر لور ولاړه.
ټاکل شوې ده، چې افغان لوبډله د روانې دسمبر میاشتې په ۲۳مه نېټه له پاکستان، ۲۵مه نېټه متحده عربي اماراتو او په ۲۷مه نېټه به له هند ملي لوبډلې سره لوبې ترسره کړي.
د سرچینې په خبره د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو څخه کم عمره ځوانان به له متحده عربي امارتو څخه وروسته په نړیوال جام کې د ګډون لپاره وېسټ انډیز هېواد ته سفر وکړي.
د یادونې وړ ده چې تر ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو ترمنځ د کرکټ نړیوال جام د ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ پر ۱۴مه نېټه په وېسټ انډیز هېواد کې پیلېږي.
افغان لوبډله په خپل ګروپ کې له پاکستان، زمبابوې او پاپانیوګیني سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
Comments are closed.