The news is by your side.

متقي ته په ګروپي انځور کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوی

خبريال ويب پاڼه/ نن اسلام اباد د افغانستان په اړه د يوې لويي نړیوالې غونډې کوربه توب کوي، که څه هم متقي په دې غونډه کې ګډون کوونکی وو خو په ګروپي انځور کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي تیره ورځ کابل د اسلام اباد په تکل پرېښود او هلته يې تر هرڅه لومړی له مذهبي او سياسي مشر مولانافضل الرحمان سره وليدل مولانا د افغانستان د شل کلنې جګړې اور بلوونکی بلل کيږي او په شخصي ژوند کې د ټولو افغانانو ترې نفرت او بد ترې کيږي.
په ټولنیزو رسنيو کې کاروونکو د متقي او مولانا ليدلو ته غبرګونونه ښودلي او دا يې ښه کار نه دی بللی.
که څه هم تالبانو د مشروعيت او اړيکو پراختيا لپاره د اسلامي همکاریو د غړو هېوادونو دا غونډه چې د روسیې امریکا او چین استازو هم برخه درلوده مهمه بلله خو دا چې له دوی سره داسې غيري رسمي چلند شوی پوښتنې راولاړې کړې.
پوښتنې دادي چې ايا تالبان په دې غونډه کې يوازي په سمبوليکه توګه غوښتل شوي او يوازي يې چوکۍ په ډکه کړې وه او که به يې يوڅه اعتبار زيات شي تراوسه پوري په دې تړاو ان تالبان هم نظريه نه شي ورکولی.
تالبان لاهم له نړۍ سره په تور ليست کې کرار لري او څو چې يې نړيوال مشروعيت او اعتبار نه وي ترلاسه کړی نو ښايي په هره نړيواله غونډه کې ورسره داسې وشي.
تالبان اوس مجبور دي او پر دې موضوعاتو باندې ځان خفه نه شي اچولی.
پاکستان که څه هم دا غونډه مهمه بللې خو له وړاندې يې ويلي چې نړيوال بايد له افغانستان سره يو ځای پاتي شي او که داسې و نه شي نو ښايي يو ځل بيا به دا هېواد د ترهه ګرو په ځاله بدل شي

Comments are closed.