تالبانو د اسلام اباد غونډې ته دوه مهمې ګټې بيان کړې

خبريال ويب پاڼه/ تمه ده د چين امريکا او روسيې په ګډون په داسې حال کې چې د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم ګډون لري اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه جوړه شي.
تالبان له دې غونډې هيلې او ښه بر داشتونه لري.
هغوی وايي چې له دې غونډې به په اقتصادي او بشري برخو ښې پايلې ولري او دوی دا هیله يې هم څرګنده کړه چې په سیاسي برخه کې به هم دوی ته ښې پايلې ولري.
د تالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي وويل په دې کنفرانس کې موږ څرګند ځای لرو غوښتنه داده چې افغانستان سره د مرستو وجهي صندوق جوړ شي، دې هېواد سره د نړۍ اړیکې عادي شي او له ټولو هېوادونو سره راشه درشه پيل شي.
تالبانو ویلي د دوی حکومت په تیرو ۴۵ کلونو کې بې ساری او مستحکم حکومت دی خو دا چې نړۍ به تالبانو ته رښتيا هم دومره ژمنه وي پوښتنې را ولاړه وي.
نړۍ دومره ژر نه غواړي چې له تالبانو سره شيدې ايله کړي ځکه امريکا له وړاندې لا ويلي چې دوی پر خپلو ژمنو ولاړ او تالبانو ته يې سره خطونه کش کړي دي او بايد ترې تير نه شي.
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ په خپلو تازه څرګندونو کې وويل چې تالبانو سره د بشري حقونو، ښځو اقليتونو او نورو حقونو ساتنې په برخه کې ګذشت نه کوي او دا يې وړاندې ورته تکرار کړې دي.
تالبان ځان ته په رسمیت ورکولو سره غواړي د افغانستان کنګل شوې بودجه خلاصه کړي او همدارنګه نړيوال مشروعيت ته نژدې شي ځکه د اسلام اباد غونډې ته بې حاله بې کراره دي.
د متقي په خبره د دوی له واکمنېدو وروسته دا لومړي لويه ناسته ده چې تالبان پکښي برخه اخلي، ځکه نو ورته ليواله ډير دي.
په ورته وخت کې دې غونډې ته د افغانستان د جمهوريت په استازولي هم اتمر پيغام ليږلی او ويلي يې دي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات يوازنی څرک د يوه ملي او ټولشموله حکومت جوړ ول دي هغه د افغانستان لپاره اوسنی امارت نه دی خوښ کړی

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More