The news is by your side.

ایران: تالبان د ټولشموله حکومت له منلو پرته بله چاره نه لري

خبریال وېب پاڼه: د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په اسلام اباد کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی د افغانستان په اړه اندېښنې لري.

امیر عبداللهیان زیاته کړې، چې  د افغانستان د کشالې د حل یوازینۍ لار په دغه هېواد کې یو ټولشموله او ټولو اړخونو ته د منلو وړ حکومت جوړول دي.

نوموړي، چې د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته تللی وایي، د سیمې هېوادونه باید په افغانستان کې د دایمي ثبات په راوستو کې بشپړه همکاري وکړي.

د هغه په خبره افغانستان کې د اوسنۍ کشالې د حل یوازینۍ لار دا ده، چې په دغه هېواد کې یو ټولشموله او ټولو اړخونو ته د منلو وړ حکومت رامنځ ته شي.

د امیر عبداللهیان په خبره د اسلامي همکاریو سازمان باید دا مسئله د افغانستان نوي حکومت او ټولو ګډون کوونکو هېوادونو ته واضح کړي، چې دغه هېواد یوازې د یوه ټولشموله حکومت پر مټ دایمي ثبات ته رسېدلی شي.

په ورته وخت کې د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان چارواکو د غونډې تر پیل مخکې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دوی تمه لري، چې اسلامي هېوادونه له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي او له دغه هېواد سره په بېلو بېلو برخو کې همکاري ولري.

د سرچینې په خبره د اسلامي هېوادونو مسوولیت دی، چې په افغانستان کې د ملیونونه انسانانو ژوند وژغوري او له دوی سره پر وخت همکاري وکړي.

دوی همدا راز ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه باید د اسلامي هېوادونو همغږي نوره هم پیاوړې شي او له دغه هېواد سره د پراخو مرستو ژمنه وکړي.

ټاکل شوې، چې د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان خپله اوولسمه غونډه نن په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه جوړه کړي.

امریکا هم د دې غونډې هرکلی کړی دی.

دا غونډه داسې مهال نن پيلېږي، چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد د تالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د نظر د خاوندانو په باور نه هم تالبانو هغه شرایط پوړه کړي، چې نړیوالو په دې برخه کې تالبانو ته په مخ کې ايښې دي.

Comments are closed.