The news is by your side.

کابل او پکتیا: د ګازډبو په چاودنو کې ۱۹ تنه مړه او ټپيان شوي

خبریال وېب پاڼه: د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د ګازډبې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ ۱۵ تنه سخت ژوبل شوي دي.

دا پېښه تېره شپه د مرکز ګردېز اړوند دویمه امنیتي حوزه کې د تېرې باغ شاه مدینه سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پکتیا د اطلاعات او کلتور رئیس وایي، چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۵ غړي ژوبل شوي، چې د څلورو وضعیت ښه نه دی.

د اطلاعات او کلتور رئیس خالقیار احمدزی زیاتوي، هغه څلور تنه چې وضعیت یې ښه نه وو د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده، چې د ژمي په راتګ سره د هېواد په سړو سیمو کې ورته پېښې ځکه ډېرېږي، چې خلک د سختې یخنۍ له امله په خپلو کورونو کې د هوا د ګرموالي په خاطر له ګازي بخاریو کار اخلي.

عام خلک وایي، سره له دې چې د سون توکي قیمته دی، خو دوی بیاهم اړ دي، چې د خپلو اولادونو د خوندې ساتنې لپاره لازم اقدامات وکړي.

دغه راز په یوه بله پېښه کې امنیتي چارواکي وایي، تېر ماښام د کابل ښار د دوېیمې حوزې اړوند برکي څلور لارې سره په یوه موټر کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امنیه قومندانۍ ویاند مبین وایي، په دې چاودنه کې یو تن وژل شوی او درې تنه ژوبل دي.

Comments are closed.