The news is by your side.

د پاکستان سرسخت سیال؛ هند هم د افغانستان په اړه د غونډې کوربتوب کوي

خبریال وېب پاڼه: د راپورونو له مخې په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه له غونډې سره هم مهاله په نوي ډهلي کې هم د هند او پینځو اسیايي هېوادونو ترمنځ غونډه ترسره کېږي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په دې غونډه کې د هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

سرچینې وایي، چې په دې غونډه کې هم د بحث مهمه موضوع د افغانستان روان وضعیت دی.

هندي رسنۍ وایي، چې په دې غونډه کې به له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو، له دغه هېواد سره پر اقتصادي همکاریو، د سیمې پر اتصال او د چابهار بندر پر فعالېدو او پراختیا خبرې وشي.

دا چې دا غونډه به کله ترسره شي، کره نېټه یې لا نه ده خپره شوې.

دواړه هېوادونه یو د بل سر سخت سیالان دي او هڅه کوي په افغانستان کې د اړیکو د ټینګښت لپاره له یوه بله مخکې شي.

هند داسې مهال د افغانستان پر وضعیت د دې غونډې د ترسراوي خبر ورکوي، چې نن په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه پيل شوه.

په یاده غونډه کې هم د بحث مهمه موضوع د افغانستان روان وضعیت دی.

یاده غونډه کې د ګډون لپاره تېره ورځ شنبه د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي یاد هېواد ته تللی دی.

دا غونډې داسې مهال ترسره کېږي، چې په افغانستان کې پراخېدونکي بشري ناورین د سیمې سربېره نړۍ هم اندېښمنه کړې او  افغانان تر بل هر وخت لا ډېر لاسنیوي ته اړتیا لري. 

Comments are closed.

koi finance