The news is by your side.

اتمر د اسلام اباد غونډې ته د جمهوريت ليک استولی امارت يې نه دی منلی

خبريال ويب پاڼه/ د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان د راتلونکي حکومت په هکله څرګند کړ او زياته يې کړه چې په افغانستان کې بايد ټول شموله حکومت جوړ کړي.
حنيف اتمر پر ټويټر باندي ولیکل په افغانستان کې د سولې او امن راوستلو يوازنۍ لاره يو ټولشموله او پراخ بنسټه حکومت جوړول دي.
اتمر په يوه ليک کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په استازيتوب د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي غونډې ته ليکلی دا یادونې پکښې کړې دا لیک به نن د اسلام اباد غونډه کې هرو مرو د غونډې ګډونوالو ته ورسيږي او څرګنده به شي چې نړۍ څه نظر لري.
په دې ليک کې وړاندې راغلي چې د افغانستان نوی حکومت بايد د ټولو افغانانو په رضايت جوړ شي چې د اسلامي او ښځو حقونو په ګډون ټولنيز عدالت او هرڅه پکښې تامين وي.
په ليک کې د تالبانو حکومت نه بلکې يو ټولشموله اسلامي نظام حل لاره بلل شوې، اتمر له ملګروملتونو څخه مننه وکړه چې دايمي چوکۍ کې يې لا د جمهوريت مسول ساتلی.
تراوسه تالبانو د اتمر د ليک په هکله کومه څرګندونه نه ده کړې خو ښايي نن د غونډې په اوږدو کې د نوموړي دا ليک عکس العمل ولري.
اتمر د يوه ټولشمووله حکومت جوړول اړين او خير بللي او امارت يې نه دی تاييد کړی.
تر ډيره بريده نسبت د نورو جمهوري چارواکو په پرتله اتمر د تالبانو برخه کې تر يوه حده نرمي ښودلې، خو خپله نظريه يې وړاندې کړې ده.
نن د امريکا، چين، روسیې او اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونو په برخه اسلام اباد کې د افغانستان په اړه غونډه جوړيږي چې پکښي د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي هم د ګډون لپاره دې هېواد ته تللی.
محور به يې په افغانستان کې د بشري وضعيت د کنټرول او مرستو په هکله وي خو د تالبانو ليدلوری او اخذ لږ څه زيات دی او په دې سره غواړي چې امريکا رضايت ترلاسه کړي

Comments are closed.