امريکا د تالبانو مقابل کې تازه خو ټينګ دريځ اعلان کړ

خبريال ويب پاڼه/ د امريکا له لوري د افغانستان لپاره ځانګړې استازې ټوماس وسټ د افغانستان په هکله تازه څرګندونې کړې او ويلي يې دي چې دوی د افغانستان په اړه پاملرنه کوي.
ټام ويسټ په افغانستان کې د امريکا له لوري د بشري مرستو د ورکړې بشپړ د ملاتړ خبره وکړه او زياته يې کړه چې زموږ پاليسي بشردوستانه خدمات نه زيانمنوي.
هغه وويل د افغانستان د اوسني بشري وضعیت پر تړاو له ملګرو ملتونو، سره صليب او کډوالو سازمان سره په تماس کې دي ترڅو هغوی لا نور هم وهڅوي چې په دې برخه کې کار وکړي.
ويسټ تالبانو ته ښکاره پيغام ورکړ
دې امريکايي استازي د خپلو خبرو په دوام زياته کړه، چې د بشري خدمتونو، حقونو، اقليتونو او ښځو د حقونو په هکله، يې ليد لوری واضحه دی او د افغانستان نوي حکومت يعني تالبانو سره يې شريک کړی او دې برخه کې هيڅ نرمښت نشته
که څه هم تالبان د افغانستان د کنګل بودجې د ازادولو غوښتنه کوي خو امريکا دا ډله تورنوي چې ترسره شويو تعهداتو ته ژمنه نه ده ځکه نو دا هم امکان نلري چې امريکا دي ورسره نرمي وښيي.
مخکې له دې چې نن د اسلام اباد غونډه کې تالب او امريکا سره مخ وشي دې امريکايي له وخت مخکې پيغام ورکړ او د ګذشت هيڅ راز موقه يې تالب ته ورنکړه، تراوسه پورې د دې غونډې په هکله تالبانو دا کتنه درلودله چې امريکا به هم ګذشت کوي او دوی هم خو خبره بدله ښکاري نن ښايي د غونډې ډير تمرکز په افغانستان کې پر بشري مرستو وي او د بشري مرستو پر لاره رسونه او ګډو همکاريو وي.
خو اوسمهال تالب تر امريکا په کمزوري جهت کې ښکاري ځکه په واکمنيدلو سره یې د امريکا په مقابل کې بيا ترخه خبره هم نه ده کړې.
اوس هم تالبان وايي چې د خپلې حکومتولي په رامنځ ته کیدلو يې هغه ټول شرایط چې يوه دولت ته په کار دي ترسره کړي او نور د نړۍ کار دی چې دوی څومره ژر کیدلای شي په رسميت وپيژني خو امريکا او نړيوالو بیا د تالبانو دا څه نه مني او وايي چې تالبان بايد ځان سم کړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro