عباس ستانکزی: امريکا دي بيرته افغانستان ته راشي

خبريال ويب پاڼه/ شل کاله يې ورسره جګړه ځکه وکړه چې امريکا دې هېواد ته راغلې وه خو چې څو مياشتې لا وتلې نه دي بيرته يې را غواړي.
د تالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سياسي برخې مرستیال عباس ستانکزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې امريکا دي بيرته افغانستان ته راشي او دلته دي سرمايګذاري وکړي.
عباس ستانکزي وويل: په ځانګړي ډول د امريکا دنده ده چې د افغانستان په اقتصاد کې پوره ونډه واخلي، ځکه په تيرو شلو کلونو کې د افغانستان اقتصاد همدې امريکا خراب کړ، اوس دا دوی دنده ده چې راشي او د افغانستان د اقتصاد په چارو کې ونډه واخلي او دلته خدمت وکړي.
ستانکزي وويل چې دا د امريکا تعهد دی چې د افغانستان راتلونکی اسلامي نظام په رسميت وپيژني، او دا مهمه هم ده.
هغه له آمريکا وغوښتل چې په افغانستان کې خپل سفارت خلاص کړي.
امريکايان مسلمان شوي؟
ايا دا هغه امريکا نه ده چې وړاندې راغلې وه؟ ايا د دې امريکا بیا راتګ په دې معنی نه دی چې دوی به بيا يرغل کړی وي، لګونه افغانان په تيرو شلو کلونو کې په دې خاطر تر تېغ تیر شول چې امريکا ته غلامي کوئ او تاسې آمريکا دلته ساتلې خو اوس عباس ستانکزی چې د تير شل کلن جهاد مخکښه جهادي څیره هم ده امريکا ته غیږه پرانستل او ورته يې بيا د راتګ بلنه ورکړه.
تالبان غواړي چې هسې یوځل د امريکا رضايت ترلاسه کړي عباس وويل چې امريکا بايد خپل سفارت هم راوړي او کابل کې بيرته پرانيزي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More