The news is by your side.

عمران: هند او پاکستان به آټومي جګړه کې ښکېل شي

خبريال ويب پاڼه/ عمران خان د پاکستان او ټولې نړۍ لپاره د هند حکومت يو لوی ګواښ بللی او زياته کړې يې ده، چې که د هند دا کړنې ادامه ولري نو داسې نه چې د هند او پاکستان ترمنځ آټومي جګړه رامنځته نه شي.
عمران خان خپلې دا څرګندونې د يوه بهرني ټلويزيون سره په تازه مرکه کې کړې دي، هغه وويل چې پاکستان تل هند ته د مثبتو مذاکراتو وړاندیز کړی خو هند دی چې تل خپله کوي.
تر دې وړاندې هم پاکستان تور پورې کړی چې هند تل اور ته لمن وهي، خو هند بیا د پاکستان په وړاندې ويلي چې دا هېواد په سیمه کې يو دوه مخی او شيطان هېواد دی چې تل يې د ترهه ګرو ډلو ملاتړ کړی او په سيمه کې تروريستي فعاليتونه ګرده په دوی پوري اړه لري.
هند او پاکستان چې دوه آټومي قدرتونه دي له ډيرو کلونو را پدې خوا يې دښمني جريان لري او څو ځله دواړه هېوادونو درنې جګړې هم کړې دي، په دې وروستيو کې هم دا دوه هېوادونه دې ته نژدې شول چې تر منځ يې سختې جګړې رامنځته ته شي خو بيا يې په منځ کې څه سړې اوبه تيري شوې، اوس چې عمران خان هند ته دومره خطرناک ګواښ کړی نو مالومه خبره ده چې د هند له ځوابه به نه پاتیږي.
که چيرې پاکستان د اټومي جګړې کولو تکل لري نو هند هيڅ وخت د پاکستان په مقابل کې صرفه جويي نه ده کړې او داسې نه چې د عمراخان دا خبرې عملي بڼه پيدا نه کړي.
اوس يوازې د هند عکس العمل ته متوجې کيدل په کار دي چې هغوی به د عمراخان د دې خبرو ځواب څنګه او پر څه ډول ورکړي.
پاکستان که څه هم هند تل ملامتوي خو ټوله نړۍ پوهيږي چې پاکستان د نړۍ يو لوی ناسور دی او بايد له منځه ولاړ شي

Comments are closed.

koi finance