The news is by your side.

متقي پاکستان کې خبري کنفرانس ته څه وویل

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي نن اسلام اباد ته ولاړی او تمه ده هلته سبا د اسلامي همکاریو سازمان په کومه غونډه کې برخه واخلي.
متقي مخکې له دې چې په دې غونډه کې ګډون وال شي نن يوه خبري کنفرانس کې ګډون کړی او خبریالانو سره غږیدلی.
امیر خان متقي په خپلو خبرو کې وويل پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دی.
د ده په خبره چې د تالبانو ډله له ټولې نړۍ او سيمې سره دوستانه روابط غواړي او تمه يې وښوده چې په افغانستان کې قوي حکومت داري د ټولو په ګټه ده.
امیرخان دا هم وويل چې دوی له ټولو هېوادونو سره نژدې اړیکې غواړي.
سبا اسلام اباد د د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې کوربه دی چې محور به يې افغانستان وي، په دې غونډه کې د چین، روسیې او امریکا استازي هم برخه لري.
که څه هم امیر خان متقي وویل چې دوی له ټولې نړۍ سره دوستانه روابط غواړي خو د دوی له واکمنۍ ۴ مياشتې تيريږي خو تر اوسه چا په رسميت نه دي پيژندلي.
سبا ته به د تالب لوری د نړۍ له عینکو مالوم شي، چې ايا نړۍ نور تالب غواړي او که نه خو دا مالومه خبره ده چې بيا به هم پر تالبانو انتقاد وي.
اوس هم ډيری هېوادونه وايي چې تالبان خپلو تعهداتو ته ژمن نه دي او بايد په افغانستان کې يو ټولشموله حکومت جوړ کړي.
تیره ورځ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف په خپلو څرګندونو کې وویل چې د دوحې هوکړې ته ژمن و اوسي او بايد په افغانستان کې يو ټولشموله حکومت جوړ کړي.
په ورته وخت کې د تالبانو له لوري هم داسې څرګندونې شوې چې دوی به په راتلونکي کې يو ټولشموله حکومت جوړ کړي چې د افغانستان هر قوم به پکښي خپل ځان وويني، خو تراوسه پورې داسې څه نشته چې د يوه چا دي تمه پيدا شي چې تالبان دي داسې ښه کار وکړای شي.
که څه سباني پروګرام ته تالبان خوشبین دي خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شامحمود قريشي په خپلو څرګندونو کې دا کنفرانس ډير مهم و نه باله بلکې و يې ويل چې نړیواله ټولنه دي افغانستان ته پاملرنه وکړي.

Comments are closed.