The news is by your side.

ازبکستان تالب سره همکاري پيل کړه

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو لپاره اوس د هر يوه هېواد همکاري تر ټولو اړينه ضرور او لومړيتوب لري.
اوس ازبکستان تالبانو د همکارۍ لاس غځولی تالبان تر ډيره تخنيکي برخې ته اړتيا لري چې ورسره مرسته او ګډ کار وشي.
اوس تازه راپورونه دا دي چې ازبکستان هېواد د مزارشريف هوايي ډګر له تخنيکي پلوه رغوي.
راپورونه وايي چې د ازبکستان هېواد څخه د هوايي ډګر د ترميم او رغونې يوه ډله مزارشريف ته رسيدلې او کارونه يې پيل کړي دي، د دې خبر پخلی د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف وکړ او ويې ويل چې د دوی ټيمونه مزارشريف ته رسيدلې او د ۲۰۲۲ کال تر لومړيو پورې به خپلې چارې بشپړې کړي او دا هوايي ډګر به ورغوي.
ازبکستان او تالبان غواړي چې يو له بل سره ارتباط کې و اوسي ځکه له دې همکارۍ يې دا جوتيږي چې د دې هېوادونو مرستې به ورسره دوام ولري خو مهمه خبره دا ده چې يو هېواد بايد تالبان په رسميت وپيژني چې دا چاره تر اوسه پورې نه ده شوې.
تالبان ځان ته د مشروعيت لټولو په حال کې دي او سبا به په يوه لويه غونډه کې د دوی د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي ګډون وکړي په دې غونډه کې چې اسلام اباد کې جوړېږي، د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ترڅنګ د امريکا، چين او روسیې استازي هم ګډون کوي پاکستان ویلي له دې غونډې يې موخه داده چې د افغانانو لپاره د مرستې کولو زمينه برابره او هېوادونه ورسره همکاري وکړي.
ازبکستان روسيه چين پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونه تالبانو ته په نژدې واټن کې کرار لري او دوی به له امريکا سره هرو مرو د تالبانو جوړه ورکوي.
سبا به يوه لويه نظريه مالوميږي چې د نړۍ اسلامي او نور مهم هېوادونه د تالبانو په اړه څه نظر لري تر اوسه پورې داسې څه امکان نلري چې هرڅه دي د تالبانو په ګټه پای ته ورسيږي.

Comments are closed.