The news is by your side.

د تالب وزیرانو د چکر بدل کې؛ پاکستان افغان کډوال را شړي

خبریال وېب پاڼه: د تالبانو وزیران د پاکستان په مدرسو چکر وهي، خو پاکستان بیا تازه د افغان کډوالو د شړلو پرېکره کړې.
د یاد هېواد د اطلاعاتو وزیر فواد چودري په خپلو تازه څرګندونو کې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته وخت ورکړی، چې په درېیو میاشتو کې له دې هېواد نه ووځي.
چودري چې تازه یې له یوه ټلویزیون سره مرکه کړې ویلي، چې په پاکستان کې د (O.I.C) غونډه یوازې د افغانستان د حالاتو په هدف رابلل شوې نه د کډوالو په اړه.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې اقتصادي حالت اوس ډېر خراب دی او په خبره یې ماشومان او مېرمنې په ستونزو کې دي.
د سرچینې په خبره، دوی هڅه کوي، چې اسلامي هېوادونه یوځای او د افغانانو د اقتصادي ستونزو حل ته لار وګوري.
نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې افغان کډوال دې په درېیو میاشتوکې خپل هېواد ته ستانه شي.
د یادونې ده، چې په پاکستان کې په لکونه افغان کډوال ژوند کوي، خو د افغانستان له سقوط وروسته یو ځل بیا په لوی شمېر کې افغانانو پاکستان ته مخه کړې او لا هم روان دي.
خو تالب مشران بیا د دې پرځای چې د افغان ولس لاسنیو وکړي، پر دوی ملنډې وهي.
څو ورځې وړاندې د تالبانو د حقان ی شبکې يوه لوړ پوړي مشر افغانانو ته په خطاب کې ویلي وو، چې هېڅوک له لوږې نه مري او الله ج په واښو خوړو هم خلک ساتي.
پاکستاني مشران دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر متقي په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته لاړ.
د متقي سربېره د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر هم د پاکستان په مدرسو چکر وهي او دلته افغانستان کې ښوونیز بهیر یې تړلی دی.

Comments are closed.