The news is by your side.

متقي به د پاکستان غونډه کې د امريکا رضايت ته په تمه وي

خبريال ويب پاڼه/ د‌ پاکستان اسلام اباد کې د افغانستان په اړه کیدلای شي چې يوه لويه غونډه جوړه شي اسلام اباد ويلي، په دې غونډه کې پر تالبانو سربيره امريکا هم ګډون کوي.
د تالبانو د امارت يوه وياند د دې پخلی کړی دی چې د دوی د بهرنيو چارو وزير نن پاکستان ته ځي.
احمد الله وثیق ويلي، چې متقي به د اسلامي همکاریو سازمان په جوړيدونکي غونډه کې ګډون وکړي ده زياته کړې ده چې د تالبانو له واکمنېدو وروسته دا لومړی نړيواله با اعتباره غونډه ده چې تر سره کیږي او تالب مسولين به پکښي ګډون کوي.
د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دا ناسته سبا په اسلام اباد کې ترسره کیږي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شامحمود قريشي په دې هکله په مالوماتو کې وویل چې د اسلامي همکاریو سازمان په دې غونډه کې د ياد سازمان د بهرنیو چارو وزيرانو ترڅنګ د امريکا چين او روسيې هېوادونو استازي هم ګډون کوي.
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی هم ګډون کوي او تالبان ځکه ورته ليواله دي.
تراوسه پورې پاکستان د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان په وړاندې هیڅ داسې ګام نه دی اخيستی چې دې هېواد ته دي ګټه ورسوي.
شامحمود قريشي تيره ورځ د دې غونډې په هکله وویل چې کومه فایده به ورنکړي ځکه نو لازمه ده چې نړیواله ټولنه لاس په کار شي.
هغه وویل چې که نړۍ افغانستان ته پاملرنه ونکړي نو یو ځل بیا به دا هېواد د نړیوالو ترهه ګرو په مرکز بدل شي.
هغه پر تالبانو باندې بې باوري څرکنده کړه او له نړيوالو يې د زياتي پاملرنې غوښتنه ورکړه که څه هم تالبان دې غونډې ته خوشبين دي خو داسې نه مالوميږي چې نتيجه به ورکړي.
تالبان به کوښښ وکړي چې له دې غونډې درسته استفاده وکړي او د دې هېوادونو له لارې پر امريکا زيات فشارونه واچوي تر څو د افغانستان تړلې بودجه آزاده کړي.

Comments are closed.