The news is by your side.

د مقاومت جبهه: د تالبانو ظالم رژیم باید په رسمیت ونه پېژندل شي

خبریال وېب پاڼه: د افغانستان ملي مقاومت جبهې د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان غونډې جوړولو هرکلی کړی.

د دوی په خبره، چې په افغانستان کې د اوسني اقتصادي او انساني ناورین مسؤول تالبان دي.

د مقاومت د جبهې ویاند، صبغت الله احمدي په یوه ټوېټ پیغام کې لیکلي، چې د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان غړي هېوادونه دې د تالبانو ظالم رژیم په رسمیت نه پېژني.

ټاکل شوې، چې سبا یکشنبه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه په پاکستان کې د سعودي عربستان په مشرۍ ترسره شي.

په همدې غونډه کې د ګډون لپاره د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پاکستان ته ولاړ.

د تالبانو ویاند احمدالله وث یق په خپله ټوېترپاڼه لیکلي، چې متقي په دې غونډه کې د تالبانو په استازولۍ ګډون کوي.

د سرچینې په خبره ،په افغانستان کې د سیاسي تحول وروسته دا لومړی ځل دی، چي د افغانستان په اړه داسې لويه او مهمه غونډه جوړېږي.

ویل کېږي، په دې غونډه کې به د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

دغه راز ویل شوي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان اوسني ناورین ته د حل لارې ولټول شي.

دا لومړی ځل دی چې تالبان د افغانستان په استازیتوب په داسې یوه غونډه کې ګډون کوي.

Comments are closed.