The news is by your side.

د لوړو زده‌کړو له وزیر وروسته؛ دا ځل بل تالب چارواکی پاکستان ته ځي

خبریال وېب پاڼه: ټاکل شوې سبا د پاکستان پلازمېنه اسلام‌ اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو فوق العاده غونډه جوړه شي.

په همدې غونډه کې د ګډون لپاره د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پاکستان ته ځي.

د تالبانو یوه ویاند احمدالله وث یق په خپله ټوېترپاڼه لیکلي، چې متقي په دې غونډه کې د تالبانو په استازولۍ ګډون کوي.

د سرچینې په خبره ،په افغانستان کې د سیاسي تحول وروسته دا لومړی ځل دی، چي د افغانستان په اړه داسې لويه او مهمه غونډه جوړېږي.

ویل کېږي، په دې غونډه کې به د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

دغه راز ویل شوي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان اوسني ناورین ته د حل لارې ولټول شي.

دا لومړی ځل دی چې تالبان د افغانستان په استازیتوب په داسې یوه غونډه کې ګډون کوي.

خو بل لورته بیا د نظر خاوندان دې غونډې ته هیله من نه دي.

دوی وایي، تر هر څه وړاندې تالبانو ته په کار ده، چې په هېواد د ننه هغه شرایط پوره کړي، چې د دوی په رسمیت پېژندلو کې له دوی سره مرسته کوي.

د سیاسي شنونکو په باور له دې وړاندې په پاکستان کې د هرې غونډې جوړېدل، چې ظاهرا د افغان خاورې په ګټه بلل کېدې د افغانستان په زیان تمام شوی او تېر ته په کتو باید پر دوی ډېر باور ونشي.

عام ولس هم له همدې امله چې ولې د افغانستان په اړه تصامیم په پاکستان کې نیول کېږي پر تالب مشرانو نیوکه لري.

دوی وایي، ډېری تالب وزیران په پاکستان کې په مدرسو چکرې وهي او دلته ترې ولس له یاده وتلی دی.

د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال پاکستان ته په یوه مهمه غونډه کې د ګډون لپاره هلته درومي، چې له وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر تالبانو بې باوره شوي او ویلي يې دي، چې د دوی په شتون کې افغانستان د ترهګرو ځاله جوړېدای شي.

Comments are closed.