The news is by your side.

د تالبي ظلم دوام؛ دوی پر خلکو په زوره خپل قوانین پلي کوي

خبریال وېب پاڼه: د تالبانو د تصفیې کمېسیون مشر مفتي ل ط ف الله حکمیي وایي، په تېرو  دوو میاشتو کې د ا. ا له لېکو ۱۵۸۴نامطلوب کسان وېستل شوي دي.

حکیمي وايي، په دې برخه کې له جديت کار اخلي او د هېچا خاطر نه کوي.

د حکيمي په خبره له پوځي ليکو نه په وېستل شويو کسانو کې ځينو له داعش ډلې سره اړيکې لرلې او ځیني نور له خلکو سره په ناوړه چلن تورن وو او پاتې نور د ا.ا له اصولو سرغړونه کوله.

سرچینه وايي، عام خلک دې، دې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي، څو دوی له پوځي لیکو نه ورانکاري او نامطلوب کسان وباسي.

شاوخوا دوه مياشتې کېږي، چې د صفونو د تصفيې کميسیون رامنځ ته شو، خو لاهم د دوی د ګوتو په شمېر ځواکونو کې نا اهله کسان نه دي ويستل شوي.

عام خلک د دوی له خپلسریو شکایت لري.

دوی وایي اوس هم تالبان په یو شمېر سیمو کې  د خلکو په ځورولو، خپلسریو، له دندې په ناوړه ګټې اخیستنې او وهلو ټکولو لاس پورې کوي.

د ننګرهار یوه اوسېدونکي خبریال مرکزي څانګې ته په رالېږل شوي غږیز پیغام کې ویلي، چې تالبان نه اسلام مني او نه د خپلو مشرانو خبرې.

دی چې د نوم له خپرولو یې ډډه کړې وایي، هغه کسان چې له دوی سره کینه ولري په زوره پرې ږيره پرېږدي او په ناحقه يې ځوروي.

یاد کس د تالبانو له لیکو نه د ناسم چلند په اړه شکایت کوي: (( اوس چې خلک خپلو کې لږ هم بحث وکړي، نو هغه څوک چې تالبانو سره اړیکه لري يوه ډله را وغواړي او هغه بیا د دې پرځای، چې جرم او ملامت سلامت ثابت کړي، وهل ټکول کوي او په زوره په خلکو جرمونه مني.))

عام خلک وايي، که د تالبانو دا ډول چلند دوام ولري، نو دوی به یې پر وړاندې پاڅون وکړي او له ظلم نه به یې ځان وژغوري.

د نظر د خاوندانو په باور له عامو خلکو سره د تالبانو دا ډول چلند به د دوی د رسمیت پېژندلو پروسه لا پسې سخته کړي.

Comments are closed.