The news is by your side.

د افغان پوځ تجهيزات اوکراين ته ورکول کېږي

خبريال ويب پاڼه/ تمه وه چې د راتلونکو کلونو په راتګ آمريکا له افغانستان او پوځ سره نظامي مرستې هم وکړي او ورته نورې پرمختللي وسلې وسپاري، خو افغان پوځ ړنګ او مرسته شوي تجهيزات يې عبس ولاړل.
اوس امريکا په دې هکله تازه پریکړه کړې او د افغان پوځ ځانګړي شوي تجهيزات بل چاته ورکوي.
په دې هکله والسټريټ ژورنال ته امریکايي او اوکرایني چارواکو ویلي، دمګړی د امریکا او اوکراین ترمنځ د هغو وسلو پر سر بحثونه او خبرې روانې دي چې امريکا به افغان پوځ ته ورکولې، جزيات وايي په دې تجهيزاتو کې ټانکونه، وسلې مهمات او ځینې نور توکي شامل دي.
امريکا په خپلو تازه ارادو کې ویلي دا چې افغان پوځ وپاشل شو او له منځه ولاړی ځکه نو دوی اړ دي چې د خپلو نورو ملګرو هېوادونو ساتنه وکړي، او اوس به دوی اوکراين په دې وسلو سره د روسیې په وړاندې تقويه کوي.
امريکا په ډاګه د روسیې په مقابل کې د جګړې اعلان وکړ خو دا هم بايد له ياده و نه ايستل شي زيات احتمال د دې هم شته چې روسيه او اوکراين يو د بل په وړاندې جګړه پيل کړي چې دا به په اصل کې د روسیې او امریکا ترمنځ د جګړې پيل وي، تراوسه خو څه نه دي شوي خو امريکا د افغان پوځ چې د دوی په لاس جوړ شوی پوځ تجهيزات اوکراين ته ورکوي نو دا ښکاره خبره ده چې هرڅنګه ملاتړ يې هم کوي.
د تير اګست مياشتې په ۱۵ نېټه د تالبانو په لاس کابل سقوط وکړ او د دې ډلې پوځيان ارګ ته ننوتل چې په دې سره د هغه شل کلن حکومت چې امريکا يې ملاتړ کاوه يوازي په لسو ورځو کې سقوط شو، که څه امريکا ژمنتیا درلوده نو بيا ولې يې د يوه جوړ شوي پوځ ملاتړ ونکړ او ولې يې د يوې کوچنۍ ډلې قرباني کړ، امريکا هغه مهال وويل چې افغان پوځ پخپله د هېواد ساتنه نه کول غواړي خو دوی يې هم نکوي

Comments are closed.

koi finance