The news is by your side.

امريکا د اسلام اباد غونډې په هکله مهم څه وکړل

خبریال ويب پاڼه/ تيره ورځ د افغانستان په هکله د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان هېوادونو ترمنځ لويه غونډه جوړه شوه چې امريکا هم حضور درلود، اوس د دې غونډې په هکله امريکا غبرګون ښودلی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري د افغانستان لپاره ځانګړې استازې ټوماس وسټ د يوه ټويټ پر مټ ويلي چې دوی د اسلامي همکاریو سازمان د وروستۍ غونډې چې اسلام اباد کې ترسره شوه د ټولو پريکړو هرکلی کوي.
ټام ويسټ وويل امريکا د دې ملاتړ کوي چې له افغانستان سره بشري مرستې وشي او د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې همدا وويل شول چې موږ يې هرکلی کوو.
د ده په خبره موږ د اسلامي همکاریو د سازمان هرکلی کوو، او دهغه اقدام چې دوی د افغانستان لپاره ځانګړی استازی
ګماري ستاينه وکړه.
امريکا تیره ورځ په دې غونډه کې ګډون وکړ خو داسې مالومه خبره يې ونکړه خو داسې خبره يې ونکړه چې دوی بايد څه وکړي او څه فرمايش لري.
تيره ورځ د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي په دې غونډه کې وينا وکړه او له دنيا والو يې وغوښتل چې له دوی سره تعامل وکړي او مرستې ورسره وکړي.
هغه وويل دا مهال افغانان يوازي نقدي مرستو ته اړتيا لري چې بايد ورسره وشي.
که څه په دې غونډه کې د پاکستان په هکله تالبانو ډير لوی حساب کاوه خو د دې هېواد لومړي وزير عمران خان د افغانستان او تالبانو په هکله ډير بد څه وويل چې پر مهال يې په ټولنيزو شبکو کې د عامو افغانانو غوسه را و پاروله
تراوسه پورې يوازي سعودي عربستان په دې غونډه کې له افغانستانه سره د مرست

Comments are closed.

koi finance