The news is by your side.

م،م له نړۍ څخه د افغانستان لپاره ډير مهم څه وغوښتل

خبريال ويب پاڼه/ د افغانستان روان وضعيت اندېښنموونکی او په ټوليزه توګه زورونکی دی چې اوس ټول هېوادونه لګیا دي تر څو افغانستان له اوسني وضعيت څخه وباسي.
د ملګروملتونو د سرمنشي مرستيال مارټین ګرېفېټ په خپلو تازه څرګندونو کې چې د افغانستان په هکله يې کړې ويلي، راتلوونکی کال به افغانستان د څلور نيم ميليارده ډالرو مرستې ته اړتیا ولري، چې بايد ورسره وشي.
دا چې افغانستان بد وضعيت کې دی نو دا به د ملګرو ملتونو له لوري د يوه هېواد لپاره تر ټولو لويه مرسته وي، چې دوی يې غوښتنه کوي.
د ملګروملتونو دې چارواکي د نقدو پيسو په برخه کې د افغانانو د لاس رسي خبره هم وکړه او زياته يې کړه چې دا نړيوالو ادارو لپاره هم اړيني دي.
تراوسه پورې د افغانستان بانکي سيستم له کومې ورځې چې تالبان راغلي له منځه تللی او ان اوس بانکونه د خلکو خپلې پيسې هم نه ورکوي.
ملګري ملتونه وايي چې هېوادونه بايد په اوسنی وضعیت کې له افغانستان سره مرسته وکړي او د يوه لوی بشري بهران د رامنځته ته کيدلو خطر کم کړي هغوی وويل چې افغانستان به په نړۍ کې لومړی هېواد وي چې ملګري ملتونه ورته د کال لپاره دومره لويه مرسته غواړي.
افغانستان د پاڼ او پړانګ تر منځ د ی
افغانستان له يوه لوري له لوي بشري بهران سره مخ دی او له بله پلوه د نړۍ له رسمياتو غورځيدلې پاڼه ده چې څه به وخت به يې خلک پورته کړي، تراوسه پورې د تالبانو له واکمنۍ ۴ مياشتې اوړي خو بيا هم په دې سختو شرايطو کې کوم څوک پيدا نه شوه چې د لومړي هېواد په توګه تالبان او افغانستان په رسميت وپيژني.
کوښښ دا کيږي چې نړۍ له تالبانو بغير افغانان سمبال کړي ولې تالبان هڅه کوي چې لومړی دوی مشروعيت پيدا او بیا وروسته هېواد ته پاملرنه وشي امريکا ويلي چې تالبان په رسميت نه پيژني او نه هم د دې هېواد کنګل پيسې ازادوي

Comments are closed.