The news is by your side.

پښتین: عمران خان دې په دروغجنه خوله افغان اصیل کلتور نه بدرنګوي

خبریال وېب پاڼه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د عمران خان پر وروستیو څرګندونو غبرګون وښود.

هغه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي،چې د افغانانو او پښتنو په اړه د عمران خان څرګندونې له حقیقته لرې دي.

پښتين زیاته کړې، چې افغانان اصیل او غني کلتور لري او هغوی هیڅکله ښځې له خپلو حاقه حقونو څخه نه دي بې برخې کړې.

منظور پښتین په ټينګار سره ویلي، چې عمران خان باید په خپله دروغجنه خوله د افغانانو اصیل فرهنګ بدرنګه نه کړي او پر بې ځایه قضاوتونو دې د خلکو له احساساتو سره لوبې نه کوي.

 منظور پښتین څرګنده کړې ده، چې د افغانانو تاریخ د ښځو له اتلولیو ډک دی.

د نوموړي په خبره دا تاریخي اتلولۍ د دې ښکارندویي کوي، چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې ښځې له خپلو حقونو څخه نه دي بې برخې کړي.

د افغان ټولنیزو رسنیو ګڼ کار کوونکو هم د پاکستان لومړي وزیر، عمران وروستۍ څرګندونې په توندو ټکو غندلي او دا یې په افغان چارو کې د نوموړي لاسوهنه بللې ده.

دوی وایي، چې افغانان هېڅکله هم د انجونو د زده‌کړو مخالف نه‌ دي او زیاتوي، چې پاکستان لا د نړۍ په نقشه کې نه و، چې افغان مېرمنو زده‌ کړې کولې.

د یادونې ده، چې عمران خان په افغانستان کې مېرمنې زده‌ کړو او کار ته نه پرېښودل یوه کلتوري مسئله بللې، چې دا چاره د حامد کرزي په شمول د ګڼو سیاسونو او نورو فعالانو له سختو غبرګونونو سره هم مخ شوه.

Comments are closed.