The news is by your side.

متقي د عمران خان ننګه وکړه؛ وایي خبرې يې افغانانو ته سپکاوی نه ‌دی

خبریال وېب پاڼه: د تالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو د تمې خلاف د عمران د خبرو ننګه وکړه.

امیرخان متقي، چې اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو سازمان کې له ګډون کولو وروسته نن بېرته کابل ته راستون شو سملاسي يې د افغان ولس هیلې په اوبو لاهو کړې.

نوموړي خبریالانو ته د عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دا افغانانو ته کوم سپکاوی نه بلکې د هغه شخصي نظر دی.

متقي وایي هر څوک حق لري خپل نظریات وړاندې کړي.

متقي داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د پخواني ولسمشر ترڅنګ، افغان سیاسیون او ولس د عمران دا خبرې د افغانستان خاورې او ولس ته سپکاوی بولي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په لومړي سر کې پر عمران خان غږ وکړ، چې په نړیوال سټېج کې دې د افغانانو استازیتوب نه کوي.

په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د عمران خان پر وروستیو څرګندونو غبرګون وښود.

هغه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي،چې د افغانانو او پښتنو په اړه د عمران خان څرګندونې له حقیقته لرې دي.

پښتين زیاته کړې، چې افغانان اصیل او غني کلتور لري او هغوی هیڅکله ښځې له خپلو حاقه حقونو څخه نه دي بې برخې کړې.

منظور پښتین په ټينګار سره ویلي، چې عمران خان باید په خپله دروغجنه خوله د افغانانو اصیل فرهنګ بدرنګه نه کړي او پر بې ځایه قضاوتونو دې د خلکو له احساساتو سره لوبې نه کوي.

 منظور پښتین څرګنده کړې ده، چې د افغانانو تاریخ د ښځو له اتلولیو ډک دی.

تازه د سقوط شوي حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د افغاني ټولنې بې‌تعلیمه پاتې کېدل د پاکستان  ستراتېژیک پلان دی.

د ټولنیزو رسنیو ګڼ افغان کار کوونکو د پاکستان لومړي وزیر عمران وروستۍ څرګندونې په توندو ټکو غندلي او دا یې په افغان چارو کې د نوموړي لاسوهنه بللې ده.

دوی وایي، چې افغانان هېڅکله هم د انجونو د زده‌کړو مخالف نه‌ دي او زیاتوي، چې پاکستان لا د نړۍ په نقشه کې نه و، چې افغان مېرمنو زده‌ کړې کولې.

د یادونې ده، چې عمران خان په افغانستان کې مېرمنې زده‌ کړو او کار ته نه پرېښودل یوه کلتوري مسئله بللې ده او همدا خبره ده، چې افغان ولس یې سخت په غوصه کړی دی.

Comments are closed.