The news is by your side.

دوه ناکامه خانان

خبريال ويب پاڼه/ دوه ناکامه خانان چې يو يې تازه اوس ډ نړۍ په سيل راوتلی هيڅ يې ليدلي نه دي او بل يې تازه د يوه بې سېکه دولت مشر دی ملګري دي خو دخبرو درک نلري د افغانستان خان ته په کار وو چې د افغانان پر زړه کار وکړي او د عمراخان خبرې وغندي خو افغان بې درکه خان غړۍ اوږ ده او د يوه عظيم ملت پر ځای يې يو بد مخه تش په نوم خان و ټاکه دومره شعور باید موجود وي چې د يوه ملت لپاره ټول يوځای کار وکړو خو پاکستان بايد د ملت پر ځای و ته ټاکو
وروسته له هغه چې تيره ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران د افغانستان او په دې هېواد کې د ښځو د وضعیت په هکله څرګندونې وکړې د عامو افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شوې.
په ورته وخت غ افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د عمراخان دا خبرې غيري مسوولانه او د افغانانو منځ کې غ نفاق جوړولو په معنی وبللې، حامد کرزي له عمران خان څخه وغوښتل چې نور دي په نړیواله کچه د افغانانو په استازولي باندې خبرې نه کوي.
اوس د کرزي په مقابل کې امير خان متقي راړولاړ سوی او ويلي يې دي چې د عمراخان خبرې د افغانستان په هکله توهينوونکې نه وي او په دې هکله هرڅوک خپل نظر لري.
د تالبانو غ بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي چې بيرته له اسلام اباد څخه کابل ته راستون شو نن د کابل هوايي ډګر کې تازه څرګندونې وکړې او ويې ويل چې عمران خان چاته توهین نه دی کړی او د دې خبرو په هکله هرڅوک خپل نظر لري.
امير خان وويل چې د افغانستان خاوره به د هیڅ یوه هېواد پر ضد نه استعماليږي او افغانستان هغه هېواد دی چې د داعش په وړاندې يې تر ټولو ښه مبارزه کړې چې مثال يې ورکولی شو.
عام افغانان څه وايي
که تيره ورځ هر تالب چارواکي د متقي په ګډون د عمراخان په وړاندې کوم غبرګون ښودلی وای نو داسې به وه چې د افغانانو په زړونو کې به يې ځای نیولی وای خو هيڅ تالب چارواکي د عمراخان غيري مسوولانه خبرو ته غبرګونون و نه ښود بلکې دا دی امير خان متقي د پاکستاني دښمن د خبرو ننګه وکړه.
د امیر خان له څرګندونو داسې ثابت کیدلای شي چې دوی یا خو کاپي پوهه نلري چې د عمراخان په مکاريو پوی شي او يا يې هم ځان ورته دومره غلام کړی چې د هرڅه ستاينه به يې کوي، په کار داوه چې په کور دننه او بهر افغانستان کې هر سياسي مشر د عمراخان مکار توب غندلی وای او سخت غبرګون يې ورته ښودلی وای خو د افغانستان خرڅ شوي سياسون ټول په دې بوخت دي چې څنګه يو نوی بادار پيدا کړي

Comments are closed.