The news is by your side.

بريتانيا پخواني افغان کومانډويان جذبوي

خبریال ويب پاڼه/ برتانیا د يوه نوي پروګرام له مخې د افغانستان پوځ هغه غړي چې په ځانګړو ځواکونو کې يې دندې درلودې جذب کوي او په دندو يې ګماري.
له دې څخه دا جوتيږي چې دا پوځیان په هرڅومره ناز ارزي او بايد د یوه هېواد په کچه يې له انرژي څخه کار واخستل شي.
راپورونه وايي چې واک ته د تالبانو له رسيدلو سره سم بريتانيا له هېواده د وتلو افغان کومانډو يانو جذب پیل کړی دی.
بزنس اينسايډر راپور ورکړی چې بريتانيا د دې افغان کومانډويانو څخه د خپل پوځ منځ کې د عملياتي قوماندانۍ يو واحد جوړ کړي.
مالومات ښيي کله چې امريکايان له هېواده وتل نو له ځان سره يې هغه شمېر کومانډو سرتيري هم بیولي چې له تالبانو سره يې په وروستيو کې سختې جګړې وکړې، مالومات ښيي چې بريتانيا به د افغان کومانډويانو يوه ځانګړي ډله جوړه کړي او بيا به د عملياتو په برخه کې ترې کار واخلي.
افغان کومانډويان د نړۍ لپاره اتلان
که څه هم‌ د نړۍ په کچه برتانیا پياوړی پوځ او ځانګړي ځواکونه لري خو بیا هم په ټوله نړۍ کې بريتانيا د يوې ځانګړې ډلې په توګه افغان کومانډويان مني چې دا يو تر ټولو عجبه خبره ده.
افغانستان منظم هوايي ځواک ځانګړي ځواکونه پوځ پوليس او هرڅه درلوده خو ډ تير اګست مياشتې په ۱۵ نېټه تالبانو کابل ونيوی او په دې سره د افغانستان هرڅه له منځه ولاړل که څه هم تر ډيره حده پر افغان پوځ باندې انتقاد وو، چې د تالبانو په مقابل کې ونه جنګيد خو په دې وروستيو کې د تیر حکومت د جګپوړو چارواکو اعترافونه او معاملې بل ډول وې او داسې ښکاره شوه چې اوبه له لوړه خړې وې
ځکه نو بيرته پړه له پوځه ليري او د حکومت پر مشرانو شوه ځکه د هرڅه مسؤلین همدوی وو، او هېواد يې په ۲۴ ساعته کې سقوط او خرڅ کړ

Comments are closed.