The news is by your side.

قطر او ترکیې د داسې کار لپاره هو وويل چې تالبان‌ يې نه شي کولی

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو له راتګ سره سم په يو شمېر زیاتو برخو ستونزې رامنځته ته شوې چې په کور دننه افغانستان کې شايد حل نه شي خو اوس قطر او ترکيې د داسې يوه کار لپاره هو ويلي چې تالبان يې نه شي کولی.
قطر او ترکیه به تقريباً اوس هغه هېوادونه وي چې تالبان ورباندې باور لري او هغوی په دوی لږ څه باور لري.
د راپورونو له مخې د همدې دوستي او ملګرتيا د پاللو لپاره قطر او ترکيه په افغانستان کې د يو شمېر هوايي ډګرونو د مدیریت مسوليت پر غاړه اخلي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت يو شمېر چارواکو له قطري چارواکو سره ليدلي او غواړي په ګډه کابل ته راشي او په ګډه سره په رسمي ډول د کابل هوايي ډګر مسوليت پر غاړه اخلي.
د ‌ترکيې د بهرنیو چارو وزیر چاوش ، اوغلو د خپل انډونیزیايي سیال سره د کتنې په ترڅ کې اعلان وکړ چې هېواد يې له قطر هېواد سره يو ځای د افغانستان د کابل هوايي ډګر په ګډون د پنځو نورو هوايي ډګرونو مسؤلیت پر غاړه اخلي.
اوغلو وويل چې په دې سره د افغانستان موقت حکومت ته په ګډه وړانديز وشي زمونږ همکاران دوحې ته ځي او له هغه ځايه به کابل ته ولاړ شي او د تالبانو له حکومت سره به خبره وکړي.
د ده په وینا که چيرې ډ دوی شرايط ومنل شي نو کار پيل کوي او که چيري و نه منل شي نو هيڅ اجبار په دې کار کې نشته.
کله چې امريکايي او ناټو ځواکونه افغانستان کې وو هم ترکيې د کابل هوايي ډګر مسوليت منلو ته تياری ښودلی وو، خو هغه مهال د دې کار مخالفت تالبانو کړی وو، ولې اوس په سمو شرايطو کې قطر او ترکيه دا چاره مخ وړل غواړي.
تراوسه پورې په دې تړاو د تالبانو حکومت څه نه دي ويلي خو ښايي په نژدې ورځو کې که چيري کوم تفاهم وشي نو د کابل په ګډون به پنځه نور هوايي ډګرونه قطر او ترکيې ته وسپارل شي او له هغه وروسته به يې مسوليت د دې دواړو هېوادونو پر غاړه وي

Comments are closed.