تالبان پاکستان څخه کسان را غواړي او دندې ورکوي
خبريال ويب پاڼه/ دا ځل امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ له دې خبره پر ده پورته کړې او ويلي يې دي چې تالبان له پاکستانه کسان راغواړي او بيا افغانستان کې دندې ورکوي.
واشنګټن پوسټ خپل مطلب کې لیکلي چې زرګو کسانو ته تالب قوماندانانو او ملايانو افغانستان ته د تګ خبره کړې.
مطلب ليکلي چې تالبانو په پاکستان کې له طالب عالمانو او نورو کسانو غوښتي چې افغانستان ته ولاړ شي او هلته له تالبانو سره په امن راوستلو کې کار وکړي.
يو تالب جنګيالي چې اصل د پاکستان دی دا منلې چې دوی ته وويل شول افغانستان ته ولاړ شه او هلته، به کور ځای او د اقامت لپاره هرڅه درکړل شي.
واشنګټن پوست ويلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تالبانو تګ راتګ عادي خبره ده خو سږ کال دا کچه خورا زياته شوې او د دوی تک راتګ زيات تر سترګو کيږي.
دا هم ويل کيږي چې سږ کال په پاکستان کې د مدرسو تالبانو درسونه ترسره نکړل خو د خپلو استادانو له لوري افغانستان ته وليږل شول، په ورته وخت کې بيا د پاکستان دولت افغانستان ته د زرګونه تالبانو تګ بې بنياده خبر بولي او و يې نه منله.
تالبانو که څه هم خپلې تيري شل کلنې جګړې ته د جهاد نوم ورکاوه خو په اصل کې تر افغانستان اړتیا وه چې پاکستان کې جهاد وکړي خو کله چې به دوی ته چا دا خبره وکړه نو هغه يې ځکه وژنی چې ډ دوی په وينا بې لارې شوی وو، اوس چې په افغانستان کې جهاد پای ته رسيدلی نو تالبان بايد د خپل جهاد او شهادت لپاره مبارزه وکړي او د پاکستان د مستبد رژيم په وړاندې بايد و دريږي.
تراوسه پورې دا هيڅ کوم تالب پيدا نه شو چې د افغانستان پر ځای پاکستان کې جهاد پيل کړي هغه چا چې داسې نرې خبرې کولې اوس ټول شهيدان شوي دي
Comments are closed.