The news is by your side.

بلينکن د تالبانو پر مرۍ پښه کښېښود او بل اعلان يې وکړ

خبریال ويب پاڼه/ تالبان زياته هيله لري چې امریکا ورته کنګل شوې پيسې ازادي کړي او دوی مزې پرې وکړي خو امريکا يوځل بيا د تالبانو شک وکيښ او نوې خبرې يې په دې هکله وکړې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتونيو بلينکن په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې د افغانستان په اوسني وضعيت ډير ښه پوهيږي او دوی له خپلو متحدينو سره يو ځای جدي کار کوي ترڅو د افغانستان شتمني بيرته د دوی برخې ته داخله شي خو تالبانو ته په لاس ور نه شي او ګټه ترې وا نه خلي.
هغه وويل چې بایډن د امريکا د ملت په وړاندې خپلې ژمنې عملي کړې او په تاریخ کې يې د امريکا تر ټولو لويه جګړه ختمه کړه چې دا يو ښه کار وو، دده په وينا اوس هيڅ آمریکایي عسکر په افغانستان کې خپله رخصتي نه تيروي او نه هم بيا کوم امريکايي عسکر ووژل شو چې په اشاره يې په مراتبو دا ښه کار وو.
امريکا خپل ځواکونه په ۲۰۰۱زیږدیز کال افغانستان ته واستول او دلته يې د تالبانو په مشرۍ حکومت نسکور کړ خو هغه ډله له ۲۰ کلونو وروسته وتوانیده چې د امريکا په ملاتړ راغلی جمهوري دولت نسکور او په همدې نېټه د امريکا په ګډون ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وباسي، خو کله چې دا تحول رامنځته کيږي نو تالبان د امريکا له سختو بندیزونو سره مخ کيږي چې ورسره سم د افغانستان اقتصادي او معافيتي سيستم هم زيانمن کیږي.
بلينکن وويل چې دوی به د‌افغانستان تړل شوې پيسې بيرته د افغانانو بودجې ته داخلي کړي خو دې پيسو ته د تالبانو لاس رسی محدود کوي خو دا چې دا قضيه به ځنګه ترسره شي د اندېښنې وړ خبره ده ځکه له يوه لوري هره ورځ اقتصادي او نورې ستونزې د افغانانو په وړاندې زیاتیږي او له بله پلوه د امريکا بنديزونه د تالبانو په وړاندې نور هم سختېږي، چې تراوسه پوري نه په محلي او نه هم په نړيواله کچه کوم اقدام ورته شوی.

Comments are closed.

koi finance