The news is by your side.

تالبانو د مخابراتو ۱۰سلنه ماليې د پيسو اندازه اعلان کړه

خبريال ويب پاڼه/ د محمد‌اشرف غني له دورې را په دې خوا د تليفوني کريډيټو لس سلنه دولتي مالیه وضعه شوه چې هغه ماليه اخستل اوس هم دوام لري.
اوس څلور مياشتې تيريږي چې پر افغانستان تالبان‌ واکمن دي او هغوی اوس د ټليفون ماليه ټولوي خو دا چې څومره پيسې دوی په خپله دوره کې په لاس راوړې او چيري دي.
د تالبانو د مخابراتو وزارت وياند، عنايت الله الکوزي وويل چې دوی د تليفوني شبکو له درکه تراوسه پوري د يو نيم ميليارد په اندازه پيسې راټولې کړې دي.
الکوزي وويل په يو شمېر سیمو کې چې مخکې مخابراتي سايټونه نه وه فعال دوی فعال کړي او په دې برخه کې يې پرمختګ کړی دی.
تر دې وړاندې د‌جمهوريت دوره کې د مخابراتو د لس سلنه ماليې په هکله څو ځله شکونه او څيړنې رامنځته شوې هغه مهال د وخت وزيرانو او مسؤلینو د دې پيسې په برخه کې فسادونه وکړل او دا پيسې يې غلا کړلې.
تراوسه د تالبانو د دورې هم هيڅ نه دي مالوم چې دا پيسې به کره شمېره وي او که به چيري بیا هم پکښي فساد شوی وي د تالبانو د مخابراتو وزارت له دې اعلاميې داسې بريښي چې دوی د تير په پرتله زياتې پيسې د مخابراتو له لس سلنه ماليې څخه په لاس راوړې دي خو داسې دقیق ارقام نشته چې وښيي د تالبانو په واکمنۍ کې دا پيسې رښتيا هم زياتې شوې دي.
د تالبانو په راتګ پر افغانستان د اقتصادي کمزوريو زوروره څپه راغله چې ټول افغانان يې هېښ پيښ کړل او د دې هېواد ټول نظم يې د سقوط پر لور ټېل واهه، د تالبانو له دولت څخه عام افغانان غوښتنه لري چې په اقتصادي او کاري برخو کې دي اسانتیاوي رامنځته ته کړي او خلکو ته دي د يوې ګولې ډوډۍ د ګټلو زمینه برابره کړي.

Comments are closed.

koi finance