The news is by your side.

حقاني او ملا یعقوب ته د تالبانو د محکمې مشر له خطره ډک پيغام وړاندې کړ

خبریال ويب پاڼه/ د تالبانو د محکمې مشر په يو تازه اقدام کې ويلي چې قانون او اصلاح بايد له ځانه پيل شي او ځانونه بايد سم کړو.
د تالبانو د نظامي محکمې مشر ملا عبيدالله له انس حقاني او دفاع وزير ملا محمد يعقوب سره کتلي او ويلي يې دي چې بايد د قانون پلې کولو لپاره اصلاح له ځانه پيل کړو.
ملا عبید وویل چې د قانون د درنښت او پلې کولو لپاره اړينه ده چې ځان اصلاح کړو، تر څو خلک ناهيلي نه شي، او په دې برخه کې به د قانون د تامين لپاره هم کار شوی وي.
په دې ليدنه کې د تالبانو دې مسولينو وويل چې د قانون د تامين لپاره به پریکنده ګامونه اخلي.
د تالبانو ژمنتيا څومره ده؟
د تالبانو له راتګ څخه را په دې خوا دوی د تير حکومت غړو ته عمومي عفوه اعلان کړه، او له نړیوالې ټولنې سره يې بېلابېلې ژمنې وکړې، خو تراوسه پوري چې کومې ژمنتیا وي د تالبانو له لوري شوې او تعقيب شوې دي نو هيڅ ژمنتيانه ترسترګو کېږي، امريکا ويلي چې دوی پر تالبانو باندې باور نه شي کولی ځکه چې دوی د ښځو، اقليتونو، او بشري حقونو کې خپلو ژمنو ته ژمن نه دي پاتي شوي.
اوس که د تالبانو نظامي چارواکي دا ژمنې کوي او عملي هيڅ نلري نو لويه ستونزه ښکاري ځکه تالبانو پر هيڅ يوې ژمنې وفا نه ده کړې او د دوی له راتګ څخه تراوسه يې څوځله خپل قوانين مات کړي او هرڅه يې تر پښو لاندې کړي.
د تالبانو يو شمېر نظامي مسؤلینو په ولايتونو کې د تير حکومت عسکر او نور منسوبين وهلی ټکولي زنداني کړي او ان وژلي دي، چې تراوسه پورې هيڅ د تالبانو يوه مشر هم په دې برخه کې اقدام نه دی کړی.
د تالبانو له لوري د صفوف د تصفيې يو کميسيون په دې وروستيو کې جوړ شو چې هدف يې دا وو تر څو له خپلو ليکو نامطلوب کسان و باسي خو د دوی ټول غړي نا مطلوب فعاليتونه کوي.

Comments are closed.