The news is by your side.

تالبانو په جوزجان کې د غربي لباس خرڅلاو بند کړ

خبریال وېب پاڼه: د تالبانو د نورو بندیزونو سره سره په جوزجان ولایت کې د هغو لباسونو پر پېر او پلور بندیز ولګوه، چې له غربي هېوادونو څخه را وارد شوي وي.

د یاد ولایت د امرباالمعروف او نهی عن المنکر رئیس وایي هر هغه لباس چې د اسلام خلاف وي دوی یې پېر او پلور مخنیوی کوي.

مولوی محمدیاسین وقاص زیاته کړې ، چې له دې وروسته هېڅ دوکاندار غربي لباس نشي پلورلی.

نوموړی وایي، غربي لباسونه د غرب فرهنګ دلته دودوي او دوی هڅه کوي دلته د غرب د فرهنګ مخه ونیسي.

وقاص زیاتوی، چې  یاد لباس د غرب له لوري په دې نوم جوړ شوی، چې دلته یې را وارد کړي او اسلامي کلتور له منځه یوسي.

هغه دوکاندارانو ته ویلي، هر هغه لباس د اسلام سره په ټکر کې وي له پېر او پلور نه یې ډډه وکړي.

Comments are closed.