The news is by your side.

تازه: ملا هيبت الله را څرګند شو

خبريال ويب پاڼه/ د‌تالبانو له بریا څلور مياشتې تيريږي خو د دې ډلې مشر چې دوی ورته اميرالمومنين وايي ملا هيبت الله تراوسه نه دی را څرګند شوی.
اوس ويل کيږي چې ملا هیبت په کندهار کې را څرګند شوی او له يو شمېر تالب مشرانو سره يې کتلي دي.
ملا هیبت په دې کتنه کې د کندهار مسولنیو ته د کار کولو او یوالي امر کړی او پر عام محضر را څرګند شوی دی او له یو شمېر کسانو سره يې ليدلي دي.
ملاهيبت الله اخندزاده ديني عالمانو سره هم ليدلي او هغوی، ته يې ډاډ ورکړی چې ستونزې يې هر وخت اوريدل کيږي او حل کيږي به.
دا دويم او دريم ځل دی چې د تالبانو ورک مشر په کندهار کې را څرګندیږي خو مهمه پوښتنه داده چې ولې ملا هیبت ورک او پټ دی ډار لري او که څه؟ له چا څخه پټ دی ایا ويره لري ايا چا څخه پټ دی دا ولې داسې کيږي؟ د دې پوښتنو ځواب په اوس وخت کې بيا افغانستان کې څوک چاته نه شي ورکولی او ان که څوک پر دې پوښتنه ونيول شي نو ښايي د مرګ په قيمت يې تمامه شي.
ملا هیبت الله د تالبانو مشر او کله کله يې يو و نيم فرمان هم تر سترګو کيږي چې ګمارنې کوي، تالبانو تراوسه ملت ته قناعت ورکوونکی ځواب نه دی ورکړی چې ولې ملا هیبت نه را څرګندیږي او په کومو دليلونو پټ دی؟
د تالبانو له راتګ څخه پوره څلور مياشتې اوړي خو په نړيواله کچه د دې ډلې د رسميت پيژندنې په برخه کې هيڅ هم نه دي ترسره شوي، تالبان وايي چې دوی د حکومتولي پر اصولو برابر هرڅه ترسره کړي خو اوس د نړۍ کار دی چې بايد دوی په رسميت وپيژني.
د اسلامي همکاریو سازمان غونډه ترسره شوه او پکښي د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي هم ګډون وکړ.
تيره ورځ ماليزيا هېواد اعلان وکړ چې دوی او نور اسلامي هېوادونه به ډير ژر د تالبانو حکومت په رسميت وپيژني.

Comments are closed.