fbpx

دا پيشو د ٢٠٠ ميليونه ډالرو مالکه ده

کارل لاګر فيلډ ته د فېشن په نړۍ کې پاچا ويل کېده، هغه د څه مودې ناروغتيا تېرولو نه وروسته د فبرورۍ په ١٩مه نېټه د ٨٥ کالو په عمر کې ومړ. هغه ته نه يوازې دا چې د فېشن د نړۍ پاچا ويل کېده، بلکې په خپل سټايل کې هم ډېر ځانګړى و.

کارل لاګر فيلډ له تېرو ډېرو کلونو راهيسې په هر پروګرام کې تورې عينکې په سترګو کولې، د تېز رنګ کالي به يې اغوستل او همدا راز په ډېرو ځايونو کې به ورسره د سپين رنګ يوه پيشو هم وه.

کارل لاګر په جرمني کې زېږېدلى و، خو د خپل فني ژوند پيل يې له فرانسې څخه وکړ او همدلته د اربونو ډالرو د فېشن په نړۍ کې پاچا شو. هغه تر مرګه پورې د اټلي او سپېن په لويو فېشن شرکتونو کې کار وکړ او داسې ډيزاينونه يې جوړ کړل، چې د اروپا واخله تر امريکا، افريقا او آسيا پورې خلکو خوښ کړل.

که څه هم لا هم معلومه نه ده چې له کارل لاګر فيلډ څخه څومره پېسې پاتې شوي دي، خو تازه په يوه راپور کې ويل شوي دي، چې د هغه پيشو اوس مهال د ٢٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو مالکه کېداى شي.

د اې اېف پي خبري اژانس د راپورتر مخه، د کارل لاګر فيلډ پيشو د يوې فلمي ستورې په څېر شهرت لري، هغه له ډېرو کلونو راهيسې ارامه ژوند تېروي. د کارل لاګر د مړينې نه وروسته فکر کېږي چې د هغې په برخه به ٢٠٠ ميليونه امريکايي ډالر ورسېږي.پيشو ٢

کارل لاګر دا پيشو په ٢٠١١ کال کې له يوه ځوان ماډل څخه اخيستې وه او له هغه وخت راهيسې ډېر ارامه ژوند تېروي. دا پيشو دوه امنيتي ساتونکي هم لري، د سپينوزرو په کاسو کې ورته خوندور خواړه تيارېږي او همدا راز کارل لاګر فيلډ به دې پيشو ته خپله لور ويل او ويل به يې چې دا پيشو د نړۍ د يوه مالداره نجلۍ په څېر ژوند تېروي.

په په دې پيشو د ((چوپيتي)) نوم ايښى و او په همدې نوم يې د ښځو د کاليو يو ډيزاين هم بازار ته وړاندې کړى و. اوس ويل کېږي چې د ((چوپيتي)) په نوم چې کوم څه بازار ته وړاندې شوي، د دې مالکه به هم همدا پيشو وه او همدا راز د کارل لاګر فيلډ په سرمايه کې به ورته ٢٠٠ ميليونه امريکايي ډالر هم ورسېږي.

دا پيشو د ((چوپيتي ډايري)) په نوم په انسټاګام باندې رسمي اکاونټ هم لري، چې په دغه اکاونټ کې يې ٢٠٠ زره مينه وال دي. دا پيشو به په فېشن غونډو کې هم له کارل لاګر فيلډ سره وه.

دا پيشو چون د کارل لاګر فيلډ وه، نو ډېرو مشهورو ښځينه ماډلو به ځان واژه چې له دې پيشو سره عکسونه واخلي. دا په ډېرو عکسونو کې د ښځينه ماډلو په غېږ کې هم ليدل کېداى شي.پيشو ٣