د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بېکاره توپوهنه/ ۵۳ مندې هدف شو
خبریال وېب پاڼه: د افغانستان کرکټ له نولس کلنو کشره لوبډله نن له پاکستان سره په آسیا جام کې لوبه لري.
په دې لوبه کې افغان لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.
افغان لوبډله ونه توانېده چې د پاکستان لوبډلې پر وړاندې پياوړې توپوهنه وکړي او یو پیاوړی هدف ورکړي.
د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو په خپلې کمزوې توپوهنې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۵۳ منډو هدف ورکړ.
هېڅ لوبغاړی پر وېکټ پاتې نشو او په پرلپسې ډول یې په ۲۴ام اور کې ویکټې له لاسه ورکړې.
دا چې افغان توپ اچوونکي پاکستانۍ لوبډله هم له دا ډول سخت حالت سره مخ کولی شي که نه دا به په دوهمه پاڼۍ کې ثابته شي.
د افغان کرکټ مینه وال هم د افغان لوبډلې پر اوسنۍ کارکردګۍ خفه دي.
دوی وایي څنګه یې چې تمه وه د پاکستان خلاف یې لوبغاړو ښه لوبه ونه کړه او ډېر کمزوری هدف یې ورکړ.
د یادونې ده چې نن د افغانستان او پاکستان ترڅنګ په آسیاجام لوبو کې د هند او متحده عربي اماراتو او سریلانکا او کویټ د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانان له یو بل سره مخامخ دي.
Comments are closed.