The news is by your side.

پښتين سره تازه پيښه شوې

د راپورونو پر اساس د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين پلان درلود کشمیر ته ولاړشي او هلته د مظلومو ږغ پورته کړي خو پاکستاني ریاست ورته د تګ اجازه نه ده ورکړې.
راپورونه وايي چې پاکستاني حکومت د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر د ورتګ مخنیوی کړی.
پاکستان ولې وارخطا دی؟
پاکستانی دولت د مظلومو ولسونو حقه حقوق خوري او نه يې ورکوي چې ښه مثالونه يې د بلوڅانو او پښتنو دي وړاندې کلونه دوی پر دې خلکو زيات ظلمونه کول خو کله چې بلوڅ ملتپالو د پاکستاني رژيم پر ضد وسله پورته کړه نو بیا يې ځان تر څه اندازې کنترول خو خبره د‌ ميشتو پښتنو شوله پښتنو که څه هم وسله پورته نه کړه نو بیا يې د پښتون قام د ږغ پورته کونې يو لوی غورځنګ رامنځته ته کړ چې اوس يې ټوله نړۍ پيژني او ملاتړ يې کوي، د دې غورځنګ نوم پښتون ژغورنې غورځنګ دی او مشري يې منظور احمد پښتين کوي پښتين په وروستیو کې د خپلو يو شمېر ملګرو پښتنو مشرانو اؤ همدارنګه د ټول پښتون قام د ږغ اوريدنې لپاره لويي جلسې وکړې او پاکستان ته يې وويل چې ظلم کول و دروي.
اوس چې پښتون غوښتل د خپلو حقونو د ږغ لړۍ تر کشميره ورسوي نو له وارخطايي څخه يې پاکستاني حکومت مخنيوی وکړ او اجازه ئې ورنکړه چې پښتين هلته ولاړ شي،
اوس پوښتنه داده چې پاکستان به د کشمیر په ګډون بلوچستان، پښتونخوا او نورو سيمو کې پر خلکو ظلمونه څه وخت بس کوي تراوسه پوري هيچا هم د پنجاب د ظلم رياست غاښونه نه دي برېښولي، بايد په نړيواله کچه که چيري د پاکستان په وړاندې په ترتيب ږغ پورته کړل شي نو بیا ډ پاکستان حيات نشته

Comments are closed.

koi finance