The news is by your side.

د م.م  له تازه پرېکړې د یوناما هرکلی/ وایي دا هم بسنه نه کوي

خبریال وېب پاڼه: یوناما د بشردوستانه مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د لا ډېرو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تازه اقدام غوره بولي خو په وینا یې په دې سره هم د افغانستان د خلکو ستونزې په بشپړه توګه نه شي حل کېدلی.

سرچینې په خبرپاڼه کې ویلي، چې  د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په کار ده، چې افغانانو ته د لا ډېرو مرستو د رسولو په موخه خپل اقدامات چټک کړي او داسې ګامونه پورته کړي، چې په ترڅ کې یې دغه هېواد له اقتصادي بحران وژغورل شي.

سرچینې ټینګار کړی، چې دوی له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او ملګري ملتونه په دې لټه کې دي، چې د اړمنو لپاره لا ډېرې مرستې راټولې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو د اسانتیا په موخه نوی پرېکړه لیک صادر کړی دی.

ددغه پرېکړې له مخې نړیوال مرستندویه بنسټونه او هېوادونه کولی شي په ډاډه زړه خپلې بشردوستانه مرستې افغانستان ته ورسوي.

امنیت شورا وایي افغانستان له اقتصادي سقوط سره مخ دی نو له همدې امله د افغانستان له خلکو سره اقتصادي او بشردوستانه مرستې له هر ډول خنډونو او بندیزونو خوندي دي.

سرچینې همدا راز ویلي چې دغه مرستې باید د نوي حکومت هغو اداراتو او چارواکو ته و نه رسېږي چې له بندیزونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټینګار کوي چې باید بشردوستانه مرستې پر وخت اړمنو کسانو ته ورسېږي او دوی ټینګار کړی، چې د افغانستان پر نوي حکومت به یې بندیزونه دوام کوي او پوره احتیاط به کېږي، چې له مالي سرچینو استفاده ونه کړي.

Comments are closed.

koi finance