The news is by your side.

امريکا د افغانستان لپاره درې مهمې اجازې وړاندې کړې څه دي پکې؟

خبريال ويب پاڼه/ د امريکا د ماليې وزارت اعلان کړی چې په مالي برخه کې یې د افغانستان لپاره درې اجازې وړاندې کړې د دې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې وويل د تالبانو له راتګ سره د افغانستان اقتصاد سقوط کړی او افغانان په ډير بد حالت کې کرار لري ځکه نو دوی له افغانانو سره مرسته کوي.
د امريکا دې مالياتي ادارې ويلي له دې سره سره چې افغانستان کې پر تالبانو باندې بندیزونه دي خو دا جوازونه امريکا نورو هېوادونو او خیریه ادارو ته اجازه ورکوي ترڅو له اړمنو افغانانو سره مرستې وکړي او په افغانستان کې فعاليت وکړي.
په دې جوازونو کې افغانستان ته د نغدو پيسو ليږلو طريقې هم اجازه اخيستې او هغه افغانان چې بهر کې دي کولای شي د حوالې له لارې خپلو کورنيو ته افغانستان کې پيسې واستوي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ويسټ پر خپل ټويټر ولیکل چې په دې جوازونو کې به نو صلاحيتونه هم زیاتیږي.
امريکا پر داسې مهال د يادو جوازونو د صادرولو خبره کوي چې ملګروملتونو تازه د افغانستان سره د مرستو قرارداد تصویب کړ چې له مخې يې مرستندويان کولای شي په اسانۍ سره افغانستان کې فعاليت وکړي او اړمنو افغانانو ته مرستې ورسوي.
ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د نفوس تر نیمايي زیاته برخه بیړنیو مرستو ته اړتيا لري او نړۍ دي لاس په کار شي او ۲۳ ميليونه افغانانو ته د اوس لپاره مرستې برابرې کړي او د راتلوونکي کال لپاره افغانستان ۴ نيم ميليارده ډالرو ته اړتیا لري چې کلنی عايد ترې جوړ کړي.
تراوسه پورې که څه هم د پام وړ مرسته نه ده شوې خو د امريکا په ګډون هېوادونه لګیا دي او وايي چې د افغانانو سره مرسته کوي، خو له يوې خوا سوړ ژمی بې کاري او کمزوری اقتصاد پر راتلوونکي د ټولو افغانانو هيلې کمې کړې او ويل کيږي چې ټول له افغانستانه په تیښته کې دي

Comments are closed.